د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

چارواکي: په کابل کې نننۍ انتحاري حملې ۷ تنه وژلي او ۱۵ ټپیان دي


د کابل امنیه قومانداني وايي چې په نننۍ انتحاري حمله کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډیو ته ویل چې په وژل شویو کې د کلیو او پراختیا وزارت ملکي مامورین او امنیتي مسؤلین شامل دي، خو په اړه یې کره معلومات ورنه کړل.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې ممکن د تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

تراوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې په ورته یوه انتحاري حمله کې ۱۳ کسان وژل شوي وو او ۲۵ نور ټپیان وو.

پخواني معلومات:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د کلیو او پراختیا وزارت په وړاندې انتحاري حمله کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دغه حمله یوه پلې انتحاري تر سره کړې ده.

که څه هم ښاغلی دانش وايي چې تر دامهاله د دغه حملې هدف معلوم نه دی خو وايي چې د کلیو او پراختیا وزارت په دروازه کې شوې ده.

دغه حمله نن یکشنبې ۴ بجې او ۳۰ دقیقې د کلیو او پراختیا وزارت د مامورینو د رخصتېدو پرمهال شوې ده.

دا په روانه میاشت کې دوهمه انتحاري حمله ده چې د کلیو او پراختیا وزارت په وړاندې تر سره کېږي.

د روژې میاشتې پر ۲۷مه د کلیو او پراختیا وزارت پر مامورینو په انتحاري حمله کې ۱۲تنه ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

د هغې حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

پخواني معلومات

د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د کلیو او پراختیا وزارت مخې ته چاودنه شوې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه شااو خوا څلورینمې بجې د مامورینو د رخصتي پر مهال شوې ده.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي چې تراوسه د چاودنې د نوعیت او اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته.

څه موده وړاندې هم د کلیو او پراختیا وزارت دروازې مخې ته په یوه انتحاري حمله کې یوشمېر مامورینو ته مرګ وژبله اوښتې وه.

په دې اړه بشپړ جزیات به وروسته خپاره شي.

XS
SM
MD
LG