د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

د غازي امان الله خان د یو ورځني کرکټ د دوهم پړاو سیالۍ پیل شوې


د زونونو په کچه د غازي امان الله خان د یو ورځنیو کرکټ لوبو د دوهم پړاو سیالۍ نن یکشنبه په کابل کې پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه نن د سپین غر او کابل زونونو ترمنځ د کابل په الکوزي نړیوال لوبغالي کې ده.

دا سیالۍ د جولای د میاشتې په لسمه په خوست او کابل کې پيل شوې وې چې له دې وروسته د دوهم پړاو سیالۍ يې په کابل کې تر سره کېږي.

په لومړي پړاو سیالیو کې د اې ګروپ څخه د بند امیر او د بي ګروپ څخه د سپین غر لوبډلې د جدول په سر کې ځای لري.

XS
SM
MD
LG