د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

خلک: د پکتیا په زرمت کې هوايي حملو ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اړولې


د تېرې چهار شنبې شپې راپه دې خوا د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د زرمت ولسوالۍ په یوشمېر سیمو کې هوایي او ځمکني پوځي عملیات پیل شوي و.

په دې عملیاتو کې د جګړې دواړو خواو ته ګڼ مالي او ځاني تلفات اوښتي.

ویل شوي چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله او ښتې.

د زرمت ولسوالۍ د سهاکو د شملزو د سیمې یو تن اوسېدونکي او د پېښو عیني شاهد احمد شاه آزادي راډيو ته وویل چې د دوی په سیمه کې پر یوه کور د شوي هوايي برید له امله د کورنۍ ۱۱ تنه غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي وژل شوي.

ده زیاته کړه چې کلیوال ورغلل څو د وژل شویو جسدونه له خاورو را وباسي، خو دوی هم تر برید لاندې راغلل او ۹ تنه یې ووژل شول.

احمدشاه زیاتوي:

"خپله د دې سیمې عیني شاهد موږ هم وو، داسې و چې تقریباً تېره ورځ ماسختن چې دا خلک راغلل سهار یې اووه بجې شاوخوا دغلته په یو کور چې شاوخوایې طالبان تېر شوي و پر هغه کور یې بمبار وکړ دا کلیوال ورغلل هغوی دا شهیدان له خاورو راکښل کله چې یې په کلیوالو باندې بمبار وکړ دوهم ځلی شهیدان خو هسې هم له خاورو لاندې و دغلته یې نور هم له خاورو لاندې کړل، څوک په منډه ترې راخلاص شول، زیات شمېر زخمیان شول پکې یوویشت تنه شهیدان، غریبه کورنۍ وه دوه تنه یې د باندې وتلي و نور ټول کورنۍ ۱۱ تنه د ماشومانو په ګډون، ښځې سره د کورنۍ د سرپرست له خاورو سره خاورې شول."

عیني شاهد احمدشاه زیاته کړه چې د سهاکو په سیمه کې نور ملکي وګړي هم وژل شوي چې په هغو کې د ښوونځیو زده کوونکي هم شامل دي.

"نورخلک تقریباً اته نه نفره کلیوال خلک هم و پکې په هغو کې زموږ کلیوال او د قوم نورخلک هم و پکې هغوی هم شهیدان شول."

له غوښتنې سره سره بیا هم د پکتیا سیمه ییزو چارواکونه یوازې د دغې پېښې د رد او یا تایید په تړاو څه نه دي ویلي، بلکې په زرمت کې یې د دوهمې شپې د تر سره شویو عملیاتو جزیات هم له رسنیو سره نه دي شریک کړي.

بل خوا د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په زرمت کې د تر سره شویو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو ۱۰۷ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان د ي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې او رسنیو ته یې ویلي چې په زرمت کې د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي چې شمېر یې تر ۳۵ زیات دی.

راپور: اصیل ځاځی​

XS
SM
MD
LG