د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ یو شمېر له جګړې بېځايه شوي خلک وايي چې د دوی په نوم ورغلې مرستې زورواکي پر خپلو خېښانو او خپلوانو ویشي او پلوري.
د دغو کسانو شمېر چې لسګونو تنو ته رسېده، د پنجشنبې په ورځ ناوخته په ترینکوټ
ښار کې د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امریت مخې ته د اعتراض په شکل
راټول شوي وو.
دغه جګړه ځپلي او بېځايه شوي کسان دولت ته خواست کوي چې خپل حق دې ورکړي.
په ورته وخت کې بیا د ارزګان د کډوالو او بېرته راسنېدونکو چارو امریت
مسؤلین د خلکو دغه ادعاوې بېځايه بولي او وايي چې د چورې ولسوالۍ
اوسېدونکو ته تر ټولو زیات سهم ورکړي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: