د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د پنجشنبې په ورځ ناوخته ارزګان ولایت ته د خپل سفر پرمهال وویل چې په دغه ولایت کې به د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف، عملیات ترسره کړي او د دغه ولایت یوشمېر ولسوالۍ به د طالبانو له محاصرې خلاصې کړي.
په ورته وخت کې د ولایتي شورا مسؤلین بیا د دفاع وریز سفر نمایشي بولي او وايي چې د خلکو ستونزې یې نه دي اورېدلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالۍ وسله والو طالبانو له تېرو دونیمو کلنو راهیسې محاصره کړې دي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې اورېدای شئ.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: