د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

فوټبال: بلجیم او انګلستان د درېیم مقام لپاره سیالۍ کوي


د فوټبال د نړیوال جام د وروستۍ سیالۍ څخه مخکې بلجیم او انګلستان د درېیم مقام لپاره سیالۍ ترسره کوي.

دوی چې د نیمې پایلوبې سیالۍ يې بایللي، ټاکل شوې د دغه مقام لپاره د شنبې په ورځ له یو بل سره مخ شي.

په نیمه پایلوبه کې انګلستان له کروېشیا او بلجیم له فرانسې لوبه بایللې وه.

له دې سیالۍ وروسته د یکشنبې په ورځ د کرویشیا او فرانسې تر منځ د ۲۰۱۸ فوټبال د نړیوال جام پایلوبه تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG