د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

هلمند کې فعالانو د ولسمشر په امر د غیر مسؤله وسله‌والو د نیولو ملاتړ وکړ


د هلمند ولایت مدني فعالانو د ولسمشر په امر د غیر مسؤله وسله‌والو او زورواکو د نیولو ملاتړ وکړ.

دوی چې د لاریون په شکل لارو او کوڅو ته راووتل له ولسمشره‌یې غوښتنه وکړه چې د هلمند په ګډون د ټولو هغه ولایتونو غیر مسؤل او زورواکي زندانونو ته واچوي چې عام ولس ځوروي.

دوی ادعا وکړه چې تر طالبانو وروسته غیر مسؤله وسله‌وال دي چې ولس ترې پوزې ته راغلی دی.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي دغه لاریون ته ورغلی دی، بشپړ راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

XS
SM
MD
LG