د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

ارګ: د غیر مسؤله وسله‌والو وروستۍ نیونې د ولس د شکایتونو پر بنسټ ترسره شوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د سیمه‌ییزو غیر مسؤله وسله‌والو وروستۍ نیونې د ولس د شکایتونو پر بنسټ ترسره شوې دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، هغوی چې ولسي خلک ځوروي او قانون تر پښو لاندې کوي، حکومت‌يې ننداره نه‌شي کولای، بلکې پر وړاندې به‌يې اقدام کېږي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۹» یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې هېواد کې د افغان ځواکونو له لوري د یو شمېر غیر مسؤله وسله‌والو نیونې غیر سیاسي دي او دا کار د ولس په غوښتنه ترسره شوی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

نوموړی زیاتوي:

"ځینې نیونې د خلکو د شکایتونو له مخې کېږي، کوم قوماندان چې له ارزګان ولایته نیول شوی، حد اقل طالبانو ته د ۵۰ امنیتي پوستو په پلورلو کې يې لاس درلود او یا کوم کس چې په پرچمن ولسوالۍ کې نیول شوی دی، ټوله ولسوالي يې طالبانو ته تسلیم کړې وه، د داسې کسانو په مقابل کې حکومت باید یوازې تماشه وکړي او که نه، اقدام وکړي؟ د دوی نیول د خلکو غوښتنه وه."

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، حکومت د خلکو د امنیت د تأمین دنده پر غاړه لري او امکان شته چې د نیولو دغه لړۍ لاپسې وغځېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د قیصار ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان نظام‌الدین قیصاري په ګډون، د یو شمېر غیر مسؤله وسله‌والو له نیولو وروسته، د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې خلکو په مظاهرو لاس پورې کړ.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې نظام‌الدین قیصاري له قانونه د سرغړونې په تور نیول شوی او د تحقیق لپاره عدلي او قانوني ادارو ته ورمعرفي شوی دی.

همدا شان د فاریاب تر څنګ افغان ځواکونو په ارزګان او فراه ولایتونو کې هم د ملېشو دوه تنه قوماندانان نیولي چې خلکو او ان دولت ته‌یې سرخوږی جوړ کړی و.

د نظام‌الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته، د نوموړي پلویانو په یو شمېر شمالي ولایتونو فاریاب، جوزجان، سرپل، تخار او بغلان ولایتونو کې په مظاهرو لاس پورې کړ چې دغه مظاهرې حتی په یو شمېر سیمو کې په تاوتریخوالي بدلې شوې.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي د سیمه‌ییزو زورواکانو پر ضد د حکومت وروستی اقدام ستايي او د دوام غوښتنه‌یې کوي.

د دغه کمېسیون غړي سخي مشواڼي ازادي راډيو ته وویل:

"زه په ولس غږ کوم چې هره مسئله دې نه قومي کوي، ځکه مجرم که هغه د هرې ژبې ویونکی وي او یا هم په هر قوم پورې اړه ولري، بیا هم مجرم دی او حکومت‌یې باید پر وړاندې اقدام وکړي."

د ښاغلي مشواڼي په خبره، ولس د زورواکو په مقابل کې د حکومت له اقداماتو هرکلی او ملاتړ کوي او د دغې لړۍ دوام د قانون د حاکمیت او همداراز د حکومت او خلکو ترمنځ د رامنځته شوي واټن د له‌منځه وړلو په برخه کې هم ګټور تمامېدای شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG