د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور او د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق وروستۍ څرګندونې د ملي ګټو خلاف بولي.
د افغانستان د ژغورنې ائتلاف غړو د تېرې ورځې څرګندونې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له غبرګون سره مخ شوې.
د دغې جرګې ځیني غړي وايي، نظامالدین قیصاري بېموجبه نهدی نیول شوی، بلکې د هغو تورونو پر بنسټ نیول شوی چې په نوموړي لګېدلي دي.
که څه هم د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۸» ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته هېواد ته د جنرال عبدالرشید دوستم د راستنېدو غوښتونکی شو، خو ویېویل چې د بلخ د پخواني والي او د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال وروستۍ څرګندونې کړکېچ ته لمن وهل دي.
نوموړي وویل:
"څرګندونې یې د ملي ګټو خلاف او د هېواد سولې او ثبات خلاف دي، دا یو ډول ګواښ دی او باید سیاستوال افغان حکومت ونهګواښي، ښه به وي چې د خبرو له لارې مخکې ولاړ شي."
تېره ورځ د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایتالله بابر فرهمند په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې له اساسي قانون سر سم د دولت په ګډون هېڅڅوک د چا د تبعید حق نهلري.
د نوموړو په خبره، هېواد ته د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم بېرته نهراستنېدل د پوښتنې وړ دي.
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په دې اړه وايي:
"تر اوسه زموږ غوښتنه دا وه چې جنرال دوستم دې راشي، له دې وروسته وایوو چې جنرال دوستم بېرته هېواد ته راستنوو. د نړیوالو او حکومت غوږونه دې خلاص وي، که له هغې وروسته په افغانستان کې بحران رامنځته شو، په هغه چا پورې اړه لري چې بحرانیې رامنځته کړی."
دغهشان د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وايي چې نظامالدین قیصاري په دیکتاتورانه او غیر اخلاقي ډول نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ افغان پوځیانو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان او د ولسي پاڅونونو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم استازی نظامالدین قیصاري ونیوه.
جمهوري ریاست ویلي چې قیصاري د خلکو د شکایتونو او له حکومتي چارواکو سره د ناوړه چلند په تور نیول شوی دی.
د نظامالدین قیصاري تر نیول کېدو وروسته له څو ورځو راهیسې د نوموړي پلویانو په یو شمېر شمالي ولایتونو فاریاب، جوزجان، سرپل ، تخار او بغلان ولایتونو کې په مظاهرو لاس پورې کړ.
دغه مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې او معترضینو د فاریاب ولایت ودانۍ ته اور واچاوه.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د عطا محمد نور او محقق د څرګندونو په اړه څه ونهویل، خو د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دغې جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل، دوی چمتو دي چې د دغې ستونزې د هواري لپاره منځګړیتوب وکړي.
دی وایي:
"ولسي جرګه او ملي شورا په شمال کې د مدني حرکتونو له امله د رامنځته شوي مدیریتي بحران د هواري لپاره چمتو ده چې د دوی غوښتنې واوري او له حکومت سرهیې شریکې کړي."
ښاغلي ابراهیمي د هېواد په شمال کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویېویل چې رامنځته شوې اوسنۍ ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.
د نوموړي په وینا، په اوسنیو شرایطو کې جدي اړتیا ده چې ټول د دولت د وسلهوالو مخالفينو په ضد سره یو موټی شو.
راپور: رحمتالله افغان