د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د افغانستان د کیک بوکس ملي ټيم ایران ته لاړ


د افغانستان د کیک بوکس ملي ټيم په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دغو لوبو کې ۲۰ بېلابېل هېوادونه برخه لري او د افغانستان په استازیتوب اووه لوبغاړي، یو روزونکی او یو لوبډلمشر ګډون کوي.

دغه لوبې په تهران کې ترسره کېږي.

لوبې به د جولای له ۱۱مې نېټې پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

افغان لوبغاړو په تېرو لوبو کې یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د بُرنزو مډال ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG