ټاکل شوې چې د ووشو فدراسیون د ۱۴ کلنو او ۱۲ کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ په کابل سیالۍ ترسره شي.
د دغه فدراسیون رئیس سید رحمان یورش نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دغو لوبو کې د کابل له بېلابېلو برخو د ووشو کلپونه برخه اخلي.
د نوموړي په خبره، له کابله وروسته دغه سیالۍ د هېواد په نورو زونونو کې هم ترسره کېږي.
د افغانستان د ووشو فدراسیون دا مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ کلپونه لري چې لوبغاړي یې په نړیوالو او اسیايي سیالیو کې ۴۸۷ مډالونه ګټلي دي.