د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د سولې شورا: پاکستان دې له ژمنو سره سم د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې پاکستان په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې په اړه تر بل هر وخت هڅې زیاتې شوي، د افغانستان د سولې عالي شورا له پاکستانه غواړي چې په دې برخه کې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پاکستان په طالبانو د خپل نفوذ له لارې کولای شي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول ولوبوي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

نوموړی وايي، د افغانستان سوله د پاکستان او ټولې نړۍ په ګټه ده او زیاتوي:

"هیله مندي دا ده چې پاکستان د يوه ښه ګاونډي په توګه د افغانستان د سولې په بهیر کې رښتینې همکاري وکړي او عملي ګامونه پورته وکړي، دغه شان هغه ژمنې چې پاکستان کړي، هیله لرو چې عملي یې کړي، څو دواړه هېوادونه د افغانستان له سولې ګټه پورته کړي او د يوه هېواد په ناامنۍ کې باید خپلې ګټې و نه لټوو."

د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان همکاري په داسې حال کې مهمه ګڼل کېږي چې دغه هېواد له نړیوالو فشارونو سره مخ دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي چې پاکستان په خپله خاوره کې د فعالو ترورېستي ډلو په وړاندې عملي اقدامات نه دي کړي.

د سویلي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز يو ځل بیا پاکستان د خپلو ژمنو پر نه عملي کولو تورن کړی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې يوازې اسلام اباد د دې مسؤل نه دی چې طالبان د خبرو اترو مېز ته راکاږي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شو، د راتلونکې سې شنبې او چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه په سعودي عربستان کې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو يوه لویه ناسته جوړه شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، دغه ناسته د افغانستان په غوښتنه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان (او، ای، سي) په کوربتوب جوړېږي.

بل خوا د سیاسي چارو کارپوه خوشحال خلیل وايي، پاکستان د نړیوالو فشارونو ترڅنګ په کور دننه هم له يو لړ فشارونو سره مخ دی او د افغانستان د سولې په بهیر کې پرته له مرستې بله لار نه لري.

دی وایي:

"له پوځه علاوه نورو داخلي قدرتونو پر پاکستان فشارونه اچولي چې له جنګي سیاسته لاس واخلي او له افغانستان سره په اقتصادي طرحو کې هوکړې ته ورسېږي، هیلې شته خو دا هیلې داسې نه دي چې موږ ووایو چې پاکستان په موږ احسان کوي، بلکې دا د دې هېواد مجبوري ده چې که غواړي له دې حالته ځان وباسي، نو باید له تاوتریخوالي ډک سیاست او مداخلو نه لاس واخلي."

پاکستان په تېر کې په کراتو د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکاريو ژمنې کړي، خو د افغان چارواکو په خبره، عملي اقدامات یې نه دی کړی.

خو پر نوموړي هېواد وروستیو فشارونو ته په پام سره داسې هیلې شته چې ګوندې دا ځل د افغانستان د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG