د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

الیس ویلز: د سولې خبرو ته د طالبانو حاضرولو کې له پاکستانه قاطع اقدامات غواړو


په داسې حال کې چې له طالبانو سره د خبرو په برخه کې افغان چارواکي د پاکستان همکارۍ ته هیله من ښکاري، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیاله الیس ویلز وايي، متحده ایالات د خبرو مېز ته د طالبانو د حاضرولو په برخه کې له پاکستان څخه پاخه او قاطع اقدامات غواړي.

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز چې تازه د اسلام اباد له سفر واشنګټن ته ستنه شوې د ګاونډي افغانستان سره د اړیکو د بهتره کولو په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلي او ویلي دي چې دې هېواد د افغانستان سره د اړیکو په بهتره کېدو کې ځینې ګټور اقدامات کړي، خو نوموړې زیاته کړې چې پاکستان باید خبرو اترو د طالب مشرانو د حاضرولو په برخه کې قاطع او پاخه اقدامات وکړي.

الیس ویلز د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال زیاته کړه، د پاکستان له لورې په دې برخه کې د پخو او قاطع اقداماتو نه موجودیت د دې سبب شو چې ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې له پاکستان سره پوځي مرستې وځنډوي.

الیس ویلز د جولای له لومړۍ نه تر درېیمې نېټې پورې په اسلام اباد کې وه او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو سربېره د تېرې سې شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ د مشر جنرال جاوید قمر باجوه سره هم وکتل.

نوموړې له دې لیدنو وروسته ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې د پروسې د پیل لپاره د پاکستان له لورې سیاسي اقداماتو ته اړتیا ده.

الیس ویلز له باجوه سره د کتنې پرمهال
الیس ویلز له باجوه سره د کتنې پرمهال

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته خبرو کې اسلام اباد ته د الیس ویلز سفر بریالی وباله او ویې ویل په دې سفر کې د افغانستان پر سوله هم ګټورې خبرې وشوې.

ښاغلي فیصل د الیس ویلز ددې ټینګار په اړه چې پاکستان دې طالب مشران د سولې خبرو ته حاضر کړي وویل، دا یوازې د پاکستان د وس خبره نه ده او باید د افغانستان د قضیې نور لوري هم په کې برخه واخلي.

"یوازې د پاکستان مسولیت نه دی، بلکې موږ تل وایو چې افغانستان کې څومره لوري او ډلې دي، ټول دې په ګډه هڅې وکړي چې افغان طالبان د خبرو میز ته راشي، او په دې برخه کې پاکستان خپله برخه رول لوبولو ته تیار دی."

خو افغان لوری بیا د طالبانو سره د سولې د خبرو عملي پیل ته هیله من دی.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس اکرم خپلواک د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ډېر زر به له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل شي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال جاوید قمر باجوه سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د عمل پر پلان خبرې کړې هم هیله من دی چې له طالب مشرانو سره به د سولې خبرې پیل شي.

ښاغلي زاخېلوال د پنجشنبې په ورځ ازدي راډیو ته وویل، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په پیل کې د پاکستان رول مهم دی او دوی په دې وروستیو کې له پاکستاني لوري سره خبرو کې کافي پرمختګ کړی دی.

عمر زاخېلوال
عمر زاخېلوال

نوموړي زیاته کړه:

"مهم عنصر تبعاً دا دی چې طالبان تشویق شي او قناعت ورکړل شي چې د سولې بهیر کې ګډون وکړي، خو د سولې د خبرو لپاره د پاکستان له ملاتړ سترګې نه شو پټولی چې مهم رول لري. نو په همدې خاطر زموږ خبرې له پاکستان سره روانې دي او درته ویلی شم چې په دې برخه کې مو کافي پرمختګ کړی دی."

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزات مرستیالې الیس ویلز خبریالانو سره د پنجشنې د ورځې په خبرو کې پر پاکستان ټینګار وکړ چې طالب مشران دې وباسي او پر هغوی دې فشار راوړي چې خبرې وکړي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال بیا د طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند تصادفي نه بلکې د همداسې هڅو او فشارونو نتیجه بولي او وايي، دا ممکنه ده چې دا ډله د یو اوږدمهالې اوربند او خبرو لپاره هم چمتو شي.

وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ په یوې تازه اعلامیې کې یو واربیا د سولې په خبرو کې ګډون رد کړی.

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه وايي، تر هغې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي دوی د سولې خبرې نه کوي.

XS
SM
MD
LG