وایس انلاين خپرونې لیکلي چې په کاناډا کې د سکهانو کمېټه د افغان سکهانو په اړه نن د شنبې په ورځ خبري کنفرانس جوړوي.
په دې کنفرانس کې به د افغان سکهانو د ستونزو په اړه خبرې وشي.
د انتاریو ګورو دواره کمېټې له خوا جوړ شوي خبري کنفرانس تر پيل مخکې به د هغو افغان سکهانو ارواح ته دعا وشي چې د تيرې يکشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې په بريد کې ووژل شول.
په هغه پېښه کې د وژل شويو شمېر نولسو ته ورسېد او داعش سخت دريځې ډلې د دې حملې مسئوليت ومانه.
اجنډا ويب:
د ګورجستان چاپ اجنډا ويب پاڼې لیکلي چې د دغه هېواد دفاع وزير د جمعې په ورځ کندز ته سفر وکړ.
خپرونه لیکي چې کندز ته د ليوان ايزوریا د سفر پر مهال پر هغه نظامي اډه ډزې وشوې چې د ګورجستان د چټک غبرګون لوا کنډک پکې ځای پر ځای دی.
د خپرونې په وینا، له ايزوریا سره د ګورجستان د وسله والو ځواکونو لوی درستيز ډګر جنرال ولادیمير چاچيبايا هم کندز ښار ته نيږدې د نظامي اډې څخه کتنه وکړه.
د ګورجستان دفاع وزارت ويلي چې يادې نظامي اډې ته نېږدې دوه راکټونه لګېدلي، خو په نتيجه کې يې کوم ځاني او مالي زیان نه دی راپور شوی.
ګارډین:
برتانيايي ورځپاڼې ګارډين په خپله نوې مقاله کې د طالبانو موقتي اوربند ته کتلي او په هغو ورځو کې يې له طالبانو سره د ښځو عکسونه اخيستلو په اړه ليکلي دي.
ورځپاڼې ليکلي چې د کابل، بغلان او جلال اباد يو شمېر ښځو د اختر په جشن کې برخه واخيسته او هم يې له طالب جنګيالیو سره سيلفي عکسونه واخيستل.
ګارډين د ځينو ښځو اندېښنو ته هم اشاره کړې او ليکلي يې دي چې ډېری ښځو ته وروسته له هغه چې طالبان یې پر سرکونو وليدل، بيرته د محدوديت او مجازات خاطرې ورپياد شوې.
طالبانو خپل درې ورځنی اوربند تمديد نکړ او بيرته جګړې ته ستانه شول.
ګارډين د نړيوال امنيت او ښځو په برخه کې د يوې متخصصې ليمه احمد له قوله لیکلي چې دغو عکسونو ښځې نورې هم پياوړې وښودې او سره یو ځای یې کړې او دا پيغام يې ورساوه چې کولای شي د طالبانو پر وړاندي ودريږي.