د بکارت د ازموینو پر ضد مبارزه رنګ راوړي!
دا خبره د ګارډین بریټانوي ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلې ده.
په مقاله کې راغلي چې د افغان حکومت د نویو پالیسیو له مخې به کلینیکونه او روغتونونه د بکارت د ازموینو اخیستل بند کړي.
د ګارډین په خبره دا کار به د نجونو د بندیانېدو او محرومیت مخه ونیسي.
په مقاله کې راغلي چې مدني فعالان، مذهبي مشران او مرستندویه سازمانونو دا درک کړې چې د نوې روغتیايي پالیسۍ په اساس د بکارت معاینې کمې شوي.
ګارډین لیکي که څه هم تېر کال افغان ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې وه چې د بکارت د پردې ازموینې به بندوي خو لا هم ګڼې نجونې په دې ازموینو کې د ناکامېدو په خاطر په زندانونو کې شپې سبا کوي.
په مقاله کې د بلخ په زندان کې هغو دوو سوه نجونو ته اشاره شوې چې ویل کېږي ټولې یې د بکارت د ازموینې په وخت له دې امتحانه ناکامه راوتې وې.
په مقاله کې راغلي چې په زندانونو کې پنځه نوي سلنه هغه نجونې ساتل کېږي چې په اخلاقي جرمونو او یا له واده مخکې په غیرمشروع اړیکو تورنې دي.
په افغانستان کې چې خلک یې دودیز مسایل سخت پالي د نجونو د بکارت پرده د یوې کورنۍ د عزت نښه بولي.
دغه سخت دود چې لا هم یو شمېر کورنۍ پرې ولاړې دي تل د بشري حقونو او ښځو د فعالانو تُند غبرګون پارولی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان هم د بکارت د پردو معاینه غندي او وايي چې علمي اعتبار نه لري نه بکارت او نه هم جنسي اړیکې ثابتولی شي.
حُریت:
حُریت ترکي ورځپاڼې د شکرالله سروش په اړه مقاله لیکلې ده.
سروش ۲۴ کلن افغان محصل دی چې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو د استانبول د تخنیکي پوهنتون د غوره محصل په توګه انتخاب شوی دی.
سروش چې د غزني دی خپلې لوړې زده کړې یې په ساختماني انجینیري کې پای ته رسولې دي.
شکرالله سروش حُریت ورځپاڼې ته ویلي چې دی د خپلې کورنۍ لومړنی کس دی چې پوهنتون یې لوستی او پلار به یې تل هڅاوه.
دغه افغان ځوان ویلي چې: "په افغانستان کې د ښوونې او روزنې کچه ډېره ښکته ده او که تاسو یو تحصیلي بورس ترلاسه کړئ ښه به وي."
دی وايي د همدې لپاره یې هڅه کړې وه چې تحصیلي بورس ترلاسه کړي او درس ووایي.
سروش زیاته کړې چې په ښوونځي کې یې لومړی مقام اخیستی و او په کانکور ازموینه کې هم یو له هغو کسانو و چې تر ټولو لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې چې په مټ یې د استانبول د تخنیکي پوهنتون بورس ترلاسه او په ترکیه کې یې درس ووایه.
صفي الله ستانکزی