د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

ولې پاکستان نه شي کولای افغانستان کې د اوږدمهال اوربند زمينه برابره کړي؟


  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د فارياب بحراني حالت ته کتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، حکومتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ پر اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې د فاریاب ولايت د قيصار ولسوالۍ د امنيې قوماندان نظام الدين قيصاري د نيول کېدو په اعتراض کې سرکونو ته راوتلي وو.

نيويارک ټايمز زیاتوي، ښاغلی قيصاري د افغانستان د جمهوري رياست د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم له نېږدې پلويانو څخه بلل کېږي.

ورځپاڼې ليکلي چې د قوماندان قیصاري زرګونو پلويانو وروسته له هغه چې دی ونيول شو او کابل ته انتقال شو، په ميمنه ښار کې په اعتراضونو لاس پورې کړ او د هغه د راخوشې کېدو غوښتنه يې وکړه.

نيويارک ټايمز ليکلي چې په فارياب کې اعتراضونه ښکاروي چې د ولسمشر اشرف غني حکومت له جګړه مارانو سره څه ډول چلند کوي، په‎داسې حال کې چې د طالبانو له سخت دريځۍ سره هم مخامخ دی.

د ورځپاڼې په وينا، پر دې سربېره چې پر جنرال عبدالرشید دوستم یو شمېر تورونه وو، محمد اشرف غني دی په ۲۰۱۴ میلادي کال کې خپل لومړی مرستيال انتخاب کړ او ښاغلی دوستم په فارياب ولايت کې د یو شمېر عملیاتو مشري هم کړې او د نيويارک ټايمز د څېړنې له مخې، ولسمشر غني د دغه کار مخالف وو.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستيالې د سفر په اړه ليکلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، مېرمن ولز د پاکستان د لوی درستيز سره د ليدو پر مهال غوښتي څو ډاډ تر لاسه کړي چې په افغانستان کې تر وروستي اوربند وروسته څه ډول سوله ممکنه ده؟

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په‎دې باور ده چې د کابل او وسله‎والو طالبانو ترمنځ تر ۱۷ کلنې جګړې وروسته په لومړي اوربند کې پاکستان رول درلود.

  • ډیپلوماټ

ډیپلوماټ خپرونې دې ته کتلي چې ولې پاکستان نه‎شي کولای په افغانستان کې د اوږدمهال اوربند زمينه برابره کړي.

د خپرونې په وينا، که اسلام‎اباد په وروستي اوربند کې رول درلود، څه شی د پاکستان مخه نيسي چې د اوږدې مودې لپاره د اوربند اسانتيا برابره کړي.

ډیپلوماټ وايي چې دوه اساسي لاملونه په‎دې اړه شته:

  • لومړی دا چې اسلام‎اباد ښايي پر افغان طالبانو نفوذ ولري، خو دا نفوز ښايي کافي نه‎وي چې طالبان له خپلو اهدافو څخه لاس پر سر کېدو ته اړ کړي.
  • دوهم دا چې که پاکستان په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو د پروسې برخه شي، څرګنده نه‎ده چې له ستراتيژيکه نظره، اسلام‎اباد پرته له دې چې ګټې يې په نظر کې ونه نيول شي، د داسې پروسې ملاتړ وکړي.

د ډیپلوماټ خپرونې په وينا، له بلې‎خوا تاوتريخوالی چې د افغانستان لپاره یو عادي مورد دی، څرګندوي چې په لنډه موده کې د دغه هېواد بحران ته د پای ټکی ايښودل ناممکن ګڼل ګڼي.

XS
SM
MD
LG