د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

فاریاب کې د نظام الدین قیصاري پلویانو ولایت مقام سوځولی


د فاریاب مرکز میمنې ښار کې د نظام الدین قیصاري د پلویانو اعتراضونه نن دوهمه ورځ په تاوتریخوالي واوښتل.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې قهرجنو مظاهره چیانو، پر ولایت مقام، د ملي امنیت پر ریاست، او امنیه قوماندانۍ د تېږو او لرګیو حمله کړې ده.

مظاهره چیانو د ولایت مقام ودانۍ او د ولایت اړوند ځینو امنتیي پوستو او موټرو ته اور اچولی.

له سیمې نه عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي چې د مظاهرې پرمهال د امنیتي ځواکونو په دفاعي ډزو کې درې ته مظاهره چیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

په فاریاب کې د راپورته شوې ستونزې له امله له تېرو درې ورځو راپدېخوا ښوونځي، دولتي ادارې او دوکانونه د خلکو پرمخ تړل شوي دي.

مظاهره چیان وايي که دولت د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري را خوشې نه کړي دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

نظام الدین قیصاري
نظام الدین قیصاري

تر دا مهاله د فاریاب امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فاریاب د روغتونونو مسؤلینو هم وایي، چې دوی ته یو جسد او شپږ زخمیان ور وړل شوي دي.

په سیمه کې د آزادي راډیو خبریال وایي، سیمه اوس د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

ښاغلی قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم یو پیاوړی پلوی او د ولسي پاڅون یو قوماندان دی چې تېره ورځ نیول شوی او پر هغه د لګول شویو تورونو د سپینولو په هدف کابل ته انتقال شوی دی.

که څه هم دفاع وزارت پر نظام الدین قیصاري د لګېدولو تورنو په اړه جزئیات نه ورکوي، خو څه موده وړاندې نوموړي په یوې ویډیو کې د فاریاب والي، امنیه قوماندان او ځینو نورو چارواکو ته خبر داری ورکړی چې که جمعه بازار سقوط شي او کسان یې طالبان محاصره کړي نو دی به ټول چارواکي ووژني.

نوموړي همدا راز ولسمشر محمد اشرف غني ته خاین هم ویلي وو.

له دې وړاندې قیصاري د خپلې مېرمنې او اوښي په وژلو هم تورن شوی، خو نوموړي دا تورونه رد کړي او ویلي چې ځینو رقیبانو یې ده ته دسیسه جوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG