د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

دفاع وزارت: داعش په افغانستان کې ماته خوړلې او د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، داعش ډلې په دې هېواد کې ماته خوړلې او د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

اوس چې د هېواد په ځینو سیمو کې د داعش د خوځښتونو د پراخېدو اندېښنې مطرح کېږي، دفاع وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د طالبانو او داعش پر وړاندې د جګړې په دواړو ډګرونو کې داعشیان له پښو غورځولي دي.

د دغه وزارت د یندوی د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار کوي چې داعش په افغانستان کې د پښو ایښودلو ځای نه لري او که د هېواد په هره سیمه کې سر راپورته کړي، امنیتي ځواکونه به یې وځپي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي وویل:

"یوازې نن په جوزجان ولایت کې په بمبارۍ کې څه باندې ۳۳ داعشیان وژل شوي، همدارنګه د ننګرهار ولایت په اچین، هسکه مېنه او خوګیاڼو ولسوالیو کې هم تلفات ور اوښتي، د دغې ډلې پر وړاندې په یوه وخت کې هوايي او ځمکني اغېزمن فعالیتونه داوم لري او افغانستان نور د دغې ډلې ځای نه دی."

ښاغلی رادمنش وايي، دمګړۍ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د داعش پرضد عملیات روان دي چې درانه تلفات ور اوښتي دي.

دفاع وزارت په داسې حال کې په هېواد کې د دغې ډلې د ځپلو خبرې کوي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس اژانس ته ویلي چې اوس په افغانستان کې د داعشیان شمېر ۱۰۰۰۰ ته رسېږي چې دغه هېواد ته خطرناک دي.

سره له دې چې دفاع وزارت په هېواد کې د داعش د ماتې خبرې کوي، خو د دې هېواد ځیني سیمه يیز چارواکي بیا په ځینو سیمو کې د دغې ډلې د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنې ښيي.

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، کونړ، ارزګان، نورستان، جوزجان، سرپل او فاریاب هغه ولایتونه دي چې د داعش موجودیت په کې احساسېږي، خو د ولسي جرګې د دغو غړو په خبره، ننګرهار چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د داعشیانو شتون او فعالیتونه په کې تر نورو ولایتونو ډېر دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاني ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په دغه ولایت کې د دغې ډلې فعالیتونه د پخوا په پرتله کم شوي، خو د فعالیتونو په اړه یې اندېښنې بې ځایه نه دي.

عطاالله خوګیاڼی
عطاالله خوګیاڼی

دی وایي:

"په هغه کچه چې یوکال او دوه کاله پخوا دغې ډلې دلته حضور درلود، اوس نشته، خو اوس د تبلیغاتي جګړې لپاره نور تکتیکونه کاروي او دا کارونه په هغو ځایونو کې ډېر کوي چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي."

په ورته وخت کې د جوزجان د ولایتي شورا یو غړی بازمحمد داور وايي، داعش ډلې د قوش تپې او درزاب پر ولسوالیو د حملو لپاره تیاریانې کړي او یوه ورځ مخکې یې د ولسوالۍ ودانۍ او ځینې امنیتي پوستې محاصره کړې وې.

دی وايي، که جوزجان ولایت ته پام ونه شي، دغه ډله به ځیني سیمې سقوط کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG