د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

روسیه کې د فوټبال نړیوال جام روانې سیالۍ کوارټر فاینل ته ورسېدې


روسیه کې د فوټبال نړیوال جام روانې سیالۍ کوارټر فاینل يا د اتو غوره لوبډلو پړاوو ته ورسېدې.

د فوټبال نړیوال فدراسیون يا فیفا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې په ناک اوټ يا ۱۶ غورو لوبډلو په پړاو کې روسیې، اسپانیې ته، کروشیا، ډنمارک ته،برازیل، مکسیکو ته اروګوئه، پرتګال ته، بلجیم، جاپان ته، فرانسې، ارجنټاین ته، انګلستان،کلمبیا ته او سویډن، سویزرلنډ ته په ماتې ورکولو سره کوارټر فاینل پړاوو ته لار پیدا کړه.

ټاکل شوې چې په کوارټر فاینل پړاوو کې اروګوئه د فرانسې په وړاندې، برازیل د بلجیم، سویډن د انګلستان او روسیه د کروشیا په وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړ شي.

د کوارټر فاینل پړاوو سیالۍ د جولای میاشتې له ۶ نېټې پېلېږي.

XS
SM
MD
LG