د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د "اسیا زړه استانبول پروسې" اتمه ناسته به په ترکیه کې ترسره شي.
په کابل کې د "اسیا زړه استانبول پروسې" د غړو او ملاتړو هېوادونو يو شمېر سفیران د دغې ناستې د کاري تګلارې او پرمختیايي پلان د جوړولو لپاره راټول شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیالې عادلې راز چې د دوشنبې په ورځ «۱۱ چنګاښ ۱۳۹۷» په دغه ناسته کې یې ګډون درلود، وویل چې یاده غونده به په ډسمبر میاشت کې د ترکیې په کوربهتوب په استانبول کې جوړه شي.
نوموړې وویل:
"دا په کابل کې د اسیا زړه استانبول پروسې په اړه د سفیرانو په کچه زموږ لومړنۍ ناسته ده چې پهکې د اعتماد سازۍ ارزونه او راتلونکې ناستې لپاره د تګلارې او پراختیايي پلان جوړول دي چې څنګه کېدای شي، دغه ناسته عملي او ګټورو اقداماتو ته زمینه مساعده کړي."
اغلې راز وايي، په کابل کې د سفیرانو په کچه په دغه ناسته کې به د استانبول د ناستې په اړه په یو لړ مهمو مسایلو بحث او خبرې اترې وشي.
د اسیا زړه استانبول پروسې اووم پړاو ناسته د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړه شوې وه چې افغان ولسمشر محمد اشرف هم پهکې ګډون کړی و.
ښاغلي غني دغې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي وو چې د سیاسي تاوتریخوالي او ترورېزم پنځمه څپه د بشریت ضد تهدید دی او دا پدیده چې لهمنځه وړلیې زیاتو کوښښونو ته اړتیا لري، وګړي او دولتونه سره یوځای کوي.
نوموړي دغهشان ویلي چې افغانستان د ترورېزم پر ضد او د ترورېزم له کبله په سیمه کې د ګواښونو په وړاندې په مبارزه کې د یوه شریک په توګه هڅو او همکاریو ته ژمن دی.
بلخوا په کابل کې د ترکیې سفیر اوزان ارتورول چې په دغه ناسته کې یې ګډون درلود، وویل چې د اسیا زړه استانبول پروسې ناسته به د هېوادونو ترمنځ په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د سولې د پروسې په اړه بحث او ډيالوګ ته زمینه برابره کړي.
دی وایي:
"د اسیا زړه پروسه موږ ته د سیاسي ډيالوګ لپاره يوه ښه موقع په لاس راکوي، د اختر په ورځو کې دوه اړخیز اوربند د افغانستان د سولې بهیر بریا ته هیلې زیاتې کړي، ترکیه به په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او شفافیت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي."
د اسیا زړه استانبول پروسه ۱۵ غړي او ۱۷ ملاتړي هېوادونه او دا شان ۱۴ همکار سازمانونه لري.
راپور: محمد واصل وصال