د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې پرون شپه کوربه روسیې اسپانیا ماته کړه او کروشیا هم له ډنمارک وګټله.
په بېګانیو لوبو کې دواړه لوبې پنالټي ته ورسېدې، ځکه په ټاکلي او اضافه وختونو کې لوبه هېڅ یوې لوبډلې ونهشوی ګټلی.
روسیې په پنالټي شوټونو کې څلور پر درې له اسپانیې لوبه وګټله او کوارټر فاینل ته ولاړه او کروشیا هم په پنالټي شوټونو کې درې پر دوه ډنمارک لوبډله وګټله.
په دې ترتیب تر دې دمه کروشیا، روسیه، اروګوئه او فرانسه کوارټر فاینل ته وتلي او نن به هم برازیل له مکسیکو او بلجیم له جاپان سره مخ شي، څو پاتې نورې لوبډلې مشخصې شي.