د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د فوټبال نړیوال جام کومې لوبډلې د قومي ترکیب له نظره زیاته تنوع لري


په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې د سویس، فرانسې او انګلستان لوبډلې د قومي ترکیب له نظره خورا زیاته تنوع لري په داسې حال کې چې د کوربه هېواد روسیې په لوبډله کې د دې هېواد د وګړو رنګارنګ ترکیب ته په پام سره، تر ډېره دا تنوع نه لیدل کېږي.

په داسې حال کې چې د ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان، او همداراز د اوکراین، مالداویا او د پخواني شوروي اتحاد د نورو جمهوریتونو میلیونونه وګړي د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام په کوربه هېواد روسیه کې ژوند کوي د دې هېواد د فوټبال د ملي ټیم اکثر غړي له قومي پلوه یوازې روسان دي.

له برازیلي لوبغاړي ماریو فرناندیس Mario Fernandes چې روسي تابعیت ورکړل شوی او څو نورو لوبغاړو پرته چې میندې- پلرونه یې د پخواني شوروي اتحاد د اوکراین او بیلاروس اوسېدونکي وو، د روسیې د لوبډلې پاتې غړي ټول روسان دي او غیر روسان د دې هېواد په لوبډله کې له غړیتوب څخه محروم پاتې دي.

د سپورتي مطالبو لیکوال سلاوا مالامود Slava Malamud وايي، روسیه له پخواني شوروي اتحاد د بهر کډوالو لپاره جنت نه دی.

مالامود چې له امریکا څخه د یوې خپرېدونکي خپرونې لیکوال دی آزادي راډیو ته وویل د پخواني شوروي د جمهوریتونو د وګړو لپاره د روسیې په ټولنه کې د هغوی د ادغام په وړاندې ستونزې خورا زیاتې دي نو ځکه د نوموړي په وینا د روسیې په ټیم کې د اروپايي ټیمونو په پرتله تنوع لږه ده.

مالامود د یوې نایجریایۍ کورنۍ د غړي لوبغاړي پیتر اودِېموینګيPeter Odemwingie کیسه یادوي چې په روسیه کې زېږېدلی او لوی شوی دی خو څو کاله مخکې د روسیې په ملي ټیم کې لوبې ته حاضر نشو او د نایجریا په ملي ټیم کې لوبه یې غوره وګڼله.

مالامود وايي، په روسیه کې عمومي نظر دا دی چې اروپا د وحشي کډوالو تر یرغل لاندې ده او د ده په وینا دا په روسیه کې حاکم رسمي دریځ هم دی.

مالامود د سانت پیټرزبورګ ورزشي کلپ د مثال په توګه یادوي چې پلویانو یې په ۲۰۱۲ کال کې په دې لوبدله کې یوازې د سپین پوستو د غړیتوب غوښتنه وکړه او تر ډېرې مودې په دې لوبغالي کې پر یوه لویه لوحه لیکل شوي و، چې "زموږ په رنګونو کې تور رنګ نشته."

په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال په نړیوال جام کې په شاملو ټولو ټیمونو کې پراخه توکمیزه یا نژادي تنوع لیدل کېږي.

له دې نظره د سویس ټیم د کلتوري تنوع مثال ګڼل کېږي.

د سویس د ملي ټیم له ۲۳ غړو څخه ۱۴ هغه لوبغاړي دي چې یا له دې هېواده بهر زېږېدلي او یا د هغو کډوالو بچیان دي چې دې هېواد ته کډه شوي دي.

خو دا یوازې د سویس ټیم نه دی.

د فرانسې ۱۷،د بلجیم ۱۱، د انګلستان ۱۰ او د جرمني ۶ لوبغاړي د دې هېوادونو د کډوالو په ټولنو پورې اړوند ځوانان دي.

XS
SM
MD
LG