د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۷

د عدلیې وزیر: تېر کال د انسانانو ۹۵ قاچاق کوونکي نیول شوي

د افغانستان د عدليې وزیر وايي، تېر کال د انسانانو ۹۵ قاچاق کوونکي نیول شوي چې له ډلې يې دوه تنه په اعدام هم محکوم شوي دي.

عبدالبصیر انور د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د قانون له مخې د انسانانو قاچاق غیر قانوني کار دی چې پر اساس يې امنیتي بنسټونه توانېدلي له تېر یوه کال راهیسې د انساني قاچاق د ډېرو مواردو مخه ونیسي.

نوموړی وايي، د ملي امنیت ادارې په تېر یوه کال کې د انسانانو د قاچاق ۱۰۶شبکې پېژندلي چې پر ۲۸ یې عملیات هم کړي دي.

د ده په وینا په دې موده کې امنیتي بنسټونو د ۲۱۰ځوانانو د غیر قانوني کډوالۍ مخه هم نیولې ده.

ښاغلی انور وايي، په ټوله کې د انسانانو او کډوالو د قاچاق ۹۵ قاچاق کوونکي نیول شوي چې ۷۷ يې محکمه شوي او له دې ډلې ۲ کسان په اعدام هم محکوم شوي دي.

عبدالبصیر انور
عبدالبصیر انور

نوموړي زیاته کړه:

"که څه هم اړوند ادارو لکه ملي امنیت او د کورنیو چارو وزارت او نورو بنسټونه چې کار يې تبلیغات او اقدامات دي په دې برخه کې خپل کارونه کړي دي، خو زما په نظر هغه ستونزې چې په تېرو دوو دریو کلونو کې وې د دې سبب شوي چې به دې برخه کې ځينې لوړې ژورې وي."

د عدليې وزیر وايي، د ملي امنیت د ادارې تر څنګ پولیسو هم د انسانانو د قاچاق ۱۲۶قضیې کشف او څېړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسان د قاچاق په اړه په خپل خپاره شوي کلني راپور کې افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼلی چې په وینا يي حکومت یې نه دی توانېدلی چې د انسانانو د قاچاقو د مخنیوي لپاره لږ تر لږه ټاکل شوي نورمونه رامنځته کړي.

له دې مخکې په کابل کې د امریکا سفیر افغانستان د ټرانزیټ او قاچاقو بنسټ او مرکز بللی او ویلي يې دي چې په هغه هېواد کې چې قانون نه پلي کېږي خلک يې د همدې پدیدې قرباني دي.

جانس باس له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

نړیوالو بنسټونو له افغان حکومت سره په ګډه د انساني قاچاق د مخنیوي، د دوی د محکمې او د قربانیانو د ساتنې او خوندیتوب او د عامه پوهاوي په خاطر تازه یوه شبکه جوړه کړې ده.

له دې سره د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د حکومت عمل او اقدامات خورا کمزوري دي.

د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یوه غړي داوودکلکاني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

داود کلکاني
داود کلکاني

"تر اوسه حکومت نه دی توانېدلی چې په لازمه توګه د انسانانو د قاچاق مخه ونیسي او هغه شمېر کسان چې دوی يې د نیول کېدو وايي، ډېر کم دي."

کلکاني وايي، قاچاق کوونکي هره ورځ په ډېر شمیر انسانان قاچاق کوي چې باید پر وړاندې يي حکومت له جدیت څخه کار واخلي.

د ده په وینا امنیت راوستل او د خلکو اقتصادي ستونزې حلول نورې هغه بدیلې لارې دي چې کولای شي د انسانانو قاچاق او غیر قانوني کډوالي کمه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG