د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۷

د ولسي جرګې رئيس په ځینو ولایتونو کې د امنیتي پوستو پرله پسې سقوط اندېښمن کړی

د افغانستان د ولسي جرګې رئيس وايي، په ځینو ولایتونو کې د امنیتي پوستو پرله پسې سقوط اندېښمن کړی دی.

د ناامنیو زیاتېدل، د ځینو امنیتي پوستو سقوط او د امنیتي ځواکونو تلفات هغه اندېښنې دي چې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس یې مطرح کوي.

عبدالرووف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، په خوست، تخار، بدخشان، فاریاب او یوشمېر نورو ولایتونو کې امنیتي پوستې په پرله پسې ډول سقوط کېږي او افغان پوځیانو ته په کې تلفات هم اوړي.

عبدالرووف ابراهیمي
عبدالرووف ابراهیمي

دی زیاتوي:

"د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون ته دنده ورکوو چې امنیتي مسؤلین د افغانستان د خلکو د امنیت په خاطر را وبولي، له هغوی سره جدي خبرې وکړي، ترڅو د یو اړخیر اوربند وروسته، د خلکو د امنیت لپاره جدي اقدامت وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د تخار د والي ویاند سنت الله تیموري ازادي راډیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د چاه اب ولسوالۍ د نواباد او فیض اباد د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې په نتیجه کې ېې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي دي.

له دې مخکې د میدان وردګ ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې ټول امکانات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

سربېره پر دې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان تورن محمد اسماعیل ازادي راډیو ته ویلي چې داعش جنګیالیو له څلورو خواو د دغې ولسوالۍ پر مرکزي پوستې برید کړی چې په نتیجه کې یې د ملي اردو یوشمېر سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت سره له دې په نهو ولایتونو کې امنیتي ګواښونه مني، خو وايي چې د وسله والو مخالفینو پرضد تهاجمي عملیات روان دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي رادیو ته وویل:

"په خوست، میدان وردګ، ارزګان، فراه، بادغیس، فاریاب، نیمروز، او هلمند ولایتونو کې مو نهه تهاجمې عملیات پیل کړي، ځکه په دغو ولایتونو کې ګواښونه موجود دي."

د ده په خبره، د دغو عملیاتو په بهیر کې ۳۵ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۳۳ ټپیان او د ملي اردو ۱۰ سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د پوځي چارو یوشمېر پوهان له دې ډلې زلمی وردګ ټینګار کوي چې د امنیتي ارګانونو ترمنځ باید همغږي زیاته او دغه شان افغان پوځیان دې، په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شي.

راپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG