د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۲

وال سټريټ ژورنال: ماشومان د افغان بې پایه جګړې تاوان پرې کوي


  • وال سټريټ ژورنال

ماشومان د افغان بې پایه جګړې تاوان پرې کوي، دا د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د یوې مقالې عنوان دی.

د ورځپاڼې په لیکنه طالبان او اسلامي دولت ډله په مراسمو او رخصتیو کې قصداً عامه ځایونه تر برید لاندې نیسي.

د مطلب لیکوال په‎دې باور دی چې په روانه جګړه کې هغه تاسیسات وران شوي چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جوړ شوي وو.

وال سټریټ ژورنال لیکي درې میلیونه او ۷۰۰ زره افغان ماشومان چې عمرونه یې له اووه تر ۱۷ کلونو دي ښوونځي ته له تګ بې برخې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه شاوخوا یو میلیون او دوه سوه زره ماشومان چې عمرونه یې له شپږو تر څوارلسو کلونو دي په سختو کارونو بوخت دي.

وال سټریټ ژورنال دا هم لیکي ماشومان په یوه داسې جنګ ځپلي هېواد کې د جګړې تاوان پرې کوي چې له ۱۹۷۰ کاله راهیسې یې سوله نه‎ده لیدلې.

  • سټراټ فور کامنټري

سټراټ فور کامنټري خپرونې لیکلي، د افغانستان له جګړې د ۱۷ کلونو په تېرېدو سره سره بیا هم د طالبانو د وسله‎والو فعالیتونو د پایته رسېدو نښه نه لیدل کېږي.

د خپرونې په لیکنه په تېر دوبي کې د نوې سټراټيژي په پلي کولو او د هوايي پوځ د کارولو د پام وړ زیاتوالي سره بیا هم داسې نه ښکاري چې امریکا متحده ایالتونه دې د افغانستان د روان حالت ماتولو ته نېږدې شوی وي.

سټراټ فور کامنټري لیکي:

افغان حکومت د ښاري سیمو کنټرول په لاس کې لري او طالبانو هم په پراخو کلیوالي سیمو ولکه ټینګه کړې ده.

په دوام کې راغلي چې له ترهګرۍ بهرنی ملاتړ او د افغان حکومت ناکامي په افغانستان کې د ترهګرۍ د اوږدېدو اصلي لامل دی.

صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG