د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

سپیدار: د اوربند د تمدید یا ختمېدو په اړه دریځ تر راتلونکو دوو ورځو اعلانوو


په داسې حال کې چې د حکومت لخوا د اعلان شوي یوه اړخیز اوربند یوه بله ورځ پاتې د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې افغان حکومت د اوربند د لا دوام یا ختم په اړه خپل وروستی دريځ تر دوو راتلونکو ورځو پورې اعلانوي.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال امید میثم د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ۷» ازادي راډيو ته وویل، حکومت هڅه کوي چې په هېواد کې د خبرو اترو له لارې سوله او ثبات ټينګ شي.

امید میثم
امید میثم

نوموړي زیاته کړه:

"حکومت په هڅه کې دی چې د خبرو او سولې له لارې په هېواد کې د ثبات شاهدان اوسو، دا هڅې دوام لري، خو دا چې موږ لا نور څه سیاست پر مخ وړو په دې اړه خپل دریځ د شنبې په ورځ له خلکو او نړیوالو شریکانو سره شریکوو."

ښاغلی میثم وايي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره حکومت له ځانه سره د خلکو او نړیوالې ټولنې ښه ملاتړ لري.

له دې سره د افغانستان دفاع وزارت هم په هېواد کې د خبرو اترو له لارې د سولې ټينګښت غوره ګڼي، خو وايي چې که وسله وال طالبان اوربند ته لبیک نه وايي، د هغو پر وړاندې به په مېړانه وجنګېږي چې سولې پر ځای د جنګ دوام غواړي.

د دغه وزارت د ویاندوی دفتر سرپرست محمد رادمنش وویل:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"که طالبان اوربند ته دوام ورکړي نو څومره ښه ده چې د افغانستان جګړه د سولې او خبرو اترو له لارې حل شي له هغې پرته زموږ سره هماغه اخرنی انتخاب د سولې او جګړې په حیث مطرح دی."

د کابل ګارنېزیون عمومي قوماندان مراد علي مراد بیا په دې باور دی چې اوربند دې د بل پړاو لپاره وغځول شي تر څو د اوربند وروستۍ نتیجه په هېواد کې د جنګ ختم او د سولې ټیګښت وي.

له دې وړاندې وسله والو طالبانو د اختر له ختمېدو سره اعلان شوی دری ورځنی اوربند ختم اعلان کړ، خو حکومت هغه د لسو نورو ورځو لپاره وغځوه خو طالبانو بیا په دې اړه د خلکو او حکومت غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وایه.

له دې ټولو سره سره د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی خالد پښتون د حکومت لخوا د یو اړخیز اوربند غځېدو ته هم خوشبین دی وايي چې دې کار په ښارونو کې د طالبانو د حملو کمېدو او د سولې پر پروسې د دوی باور ډېرېدو ته زمینه برابره کړې ده.

اوس د بل هر وخت پر وړاندې ذهنیتونه ډېر جوړ شوي دي، دا چې حکومت او طالبان یي غواړي کنه خو خلک خلک په روانې لحاظ د سولې ټينګښت ته چمتو دي او د سولې راتګ امکان لري چې له همدې کبله په نېږدې راتلونکي کې په جدي ډول د سولې خبرو د پیلېدو امکان شته.

ښاغلی پښتون وايي، څو ورځنی اوربند د دې سبب شو چې طالبان لکه د تېر په څیر په تهاجمي حملو لاس پورې نه کړي.

اوربند، اختر له طالبانو سره د محمد اشرف غني د زېږېدو ځای ته څېرمه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:20 0:00

له دې سره د سیاسي چارو افغان کارپوه یونس فکور د طالبانو وضعیت او د دوی پر وړاندې عمومي ذهنیت ته په کتو وايي چې طالبان نور د خبرو څخه پرته بله لار نه لري او باید د خبرو مېز ته حاضر شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG