د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

غني: د پوهنې په سکتور کې فساد نسلونه او د باور فضا له‌منځه وړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د پوهنې په سکتور کې فساد نسلونه او د باور فضا له‎منځه وړي.

محمد اشرف غني وايي، له اصلاحاتو د ولس هر اړخېز ملاتړ ده ته جرأت ورکوي چې د هر فاسد او غاصب په مقابل کې په قوت ودرېږي.

ښاغلی غني وايي، د ازادې سیالۍ له لارې د زرګونو استادانو استخدام چې وړاندې په‎دې برخه کې ګڼې ستونزې موجودې وې د پوهنې په سکتور کې د اصلاحاتو ښه پېلامه ده.

دی وايي:

"زه غواړم د پوهنې وزارت نه مننه وکړم چې له ډېر بد حالته یې د اصلاحاتو لړۍ شروع کړه، فساد که په نورو ځایونو کې وي، نو پیسې به مو ضایع شي، خو د پوهنې په وزارت کې فساد د دې لامل کېږي چې نسلونه او د باور فضا له‎منځه یوسي."

ښاغلي غني دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ازادې سیالۍ له لارې د زرګونو ښوونکو د ګمارنې د پیل په مراسمو کې وکړې.

شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د ښاغلي غني په لارښوونه د ملکي خدمتونو نېږدې ۱۸ زره بستونه د ازاد رقابت لپاره اعلان شول.

په یادو بستونو کې نېږدې نیمايي یې د ښوونکو لپاره دي چې د ازموینې چارې یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون له لارې مخ ته وړل کېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رئیس نادر نادري یادې غونډې ته وویل چې د اعلان شوېو نېږدې ۱۸ زره بستونو لپاره په ټول افغانستان کې دوه لکه او اتیا زره کسانو نوم‎لیکنه کړې چې ۸۰ زره یې مېرمنې دي.

د ښاغلي نادري د معلوماتو له مخې د یادو بستونو لپاره د ازموینې لړۍ له کابل پرته په ټول افغانستان کې بشپړه شوې او په نېږدې راتلونکې کې به بریالي شوي کسان استخدام شي.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې غواړي یادو بستونو ته ازموینه ورکړي وايي، که بریالي هم نه‎شي، خو که په دغه پروسه کې عدالت تأمین شي دوی به خوښ وي.

نادر نادري
نادر نادري

دوی وايي:

"زما نوم مریم دی، غوښتنه مې دا ده چې په دغه پروسه کې لاس‎وهنې نه‎وي ځکه که هر څومره پروسه شفافه وي بیا به هم په دغه پروسه کې د نفوذ هڅه وشي.

-نوم مې عصمت الله دی او د سروبي ولسوالۍ لپاره مې فورمه ډکه کړې ده، تردې مهاله ماته پروسه شفافه ښکاري او هیله لرو چې د نقل او واسطو مخه ونیول شي څو حق حقدار ته وسپارل شي."

په ورته وخت کې د پوهنې سرپرست وزیر میروس بلخي بیا یادو مراسمو ته وویل چې په افغانستان کې د ښوونځیو لپاره تر ودانیو جوړولو هم مهمه په شفافه ډول د ښوونکو د استخدام پروسه دی.

د ښاغلي بلخي په خبره د ازادې سیالۍ له لارې د مسلکي او ژمنو ښوونکو ګمارل به د نورو ګټو ترڅنګ د افغانستان په راتلونکې د خلکو او په ځانګړی ډول د نوي نسل د باورمندۍ کچه هم لوړه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG