د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۰

د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن ۴ لوبې کېږي

د فوټبال د نړیوال جام په اتلوالیو کې نن د ایچ او جي ګروپونو دوه دوه لوبډلې یو د بل پر وړاندې د سیالیو ډګر ته وځي.

د ایچ ګروپ څخه سېنګال د کولمبیا، جاپان د پولېنډ خو د جي ګروپ څخه پاناما د تونس او انګلستان د بلجیم پر وړاندې سیالۍ تر سره کوي.

د فوټبال د نړیوال جام د روانو سیالیو لپاره ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو ویشل شوي چې تر دې دمه ځينې لوبډلې د ماتو له کبله په نړیوال جام کې له پرمختګه پاتې دي.

د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې پرون چهارشنبه د جرمني د فوټبال لوبډلې له سویلي کوریا څخه په دوو ګولونو ماتي وخوړه او له دې لړۍ حذف شوه.

دا اول وار دی چې د جرمني د فوټبال لوبډله د نړیوال جام د سیالیو دوهم دور ته تر رسېدو مخکې ماته خوري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG