د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د ۱۹کلن کرکټ ټيم جوړولو لپاره د زونونو په کچه سيالۍ پیلېږي


د نوولس کلنې کرکټ ملې لوبډلې د جوړولو په موخه د زونونو په کچه سيالۍ پيلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه سيالۍ د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل الکوزي او زرملوال لوبغالو کې پیلېږي.

د کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغو لوبو کې به د هر زون لوبډله پنځه يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.

تر دې سياليو وروسته به د ملي نوولس کلنې لوبډلې تمريناتي کمپ لپاره غوره لوبغاړي وټاکل شي او د لوبډلې تر جوړښت وروسته به په اسیايي جام سياليو کې ګدون کوي.

د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې تېر کال د اسیايي جام سیالیو اتلولي ګټلي وه او سږ کال به له خپلې اتلولۍ ساتنه کوي.

د اسیايي جام سیالۍ د روان کال د سپمټبر په میاشت کې تر سره کېږي خو له هغې وروسته افغانستان د ۲۰۲۰ مېلادي کال نړیوال جام په سیالیو کې د یوې ښې لوبډلې د لوبېدو هیله لري.

XS
SM
MD
LG