د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۷

د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې طالب او داعش وسله والو نښته کړې

د کونړ چپې درې ولسوالۍ په دیګل دره کې د وسله والو طالبانو او د داعش ترمنځ له تېرو دوو ورځو جګړه روانه ده چې د سیمې اوسېدونکو او چارواکو په وینا په نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې او له یو بل نه یې کسان یې هم نیولي دي.

د کونړ د چپې درې ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکي چې له نوم ښودلو یې ډډه کول ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې ورځې سهار څخه یې په سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش او د اسلامي امارت د وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده چې پکې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یاد کس وویل:

"د تېر سهار نه تر ماښامه جنګ شدید و، خو اوس هم یو بل ته ګوته په ماشه دي او خال خال ډزې کېږي، ویل کېږي چې طالبانو له داعش او داعش له طالبانو تر ۱۵ کسان پور خپل منځ کې وسله وال برامته کړي او همداسې یو بل ته مرګ ژوبله هم اړولې د جګړې ساحې ته ولسي خلک نشي تللی."

هغه وايي، د دغو نښتو په وجه ولسي وګړي له زیاتو مشکلاتو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه:

طالبان
طالبان

"پخوا خوا به د طالبانو، حکومت او یا داعش او حکومت ترمنځ جنګونه و، په ولسوالۍ باندې به يې میزایل او هاوانونه راویشتل خو اوس ستونزه ستره شوې."

خلک وايي، له تېرو شااوخوا دوو میاشتو نه په چپه دره او ماڼوګې ولسوالیو کې د دولت وسله والو مخالفینو د ټلیفوني شبکو فعالیتونه بند کړي، د دي ترڅنګ چې د خبر اخیستل له یادو سیمو مشکل شوي همدا راز خلک هم د ټلیفوني شبکو بندېدو سره ستونزې ګالي او د مړي ژوندي د خبر ورکولو لپاره د پخوا په شان رقعې لیکې او د دې لپاره کسان لېږي.

د کونړ والي د ویاند عبدالغني مصمم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته د چپې درې په دیګل کې د طالبانو او اسلامي دول د پلویانو ترمنځ دجګړو تائید وکړ او ويي ویل:

"د دواړو خواو ترمنځ نښتې تائیدو ،یو بل ته يې د تلفاتو اړولو خبره نشو تائیدولی ځکه چې موږ ته ولسوالۍ پوره معلومات نه دي راکړي او دا د خلکو خبرې دي چې داعش او طالبانو یوبل ته دومره زیانونه اړولي یايي ژوندي کسان نیولي دي."

د یادونې وړده چې له دې وړاندې په لغمان، ننګرهار او د کونړ په یو شمېر سیمو کې د یادو ډلو ترمنځ نښتې شوي چې دواړو خواو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت ډلې د چپې درې د خپل منځي نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: روح الله انوري

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG