د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د چهارشنبې په ورځ لسګونه قومي مشران د ترینکوټ ښار واټونو ته راووتل او د دولت څخه یې غوښتنه وکړه چې په ښار کې د خپل سرو وسله والو مخه ونیسي او عدالت دې تأمین کړي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ ناوخته په ترینکوټ ښار کې د دغه ولایت د
پخواني امر امنیت او اوسني د ملي امنیت د رئیس ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوه چې پر مهال یې ۹ کسان ټپيان شول او په ترینکوټ ښار کې زیات شمېر هټۍ وسوځول شوې.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې په تړاو یې د ارزګان له امنیتي مسؤلینو او ولایتي ادارې سره خبرې وکړي خو بریالۍ نه شوه.
ارزګان ولایت د افغانستان په جنوب کې پروت ولایت دی چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې په کې د جګړې ډګر تود دی.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت په راپور کې: