د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

د شمالي قطب د پټو زېرمو لپاره سیالي


د شمالي قطب د یخي په ویلې کېدو او د خاورې په راڅرګندېدو سره چې لړۍ یې د ځمکې د کرې د تودوخې د زیاتوالي له امله په دې وروستیو کې چټکه شوې، پر بډایه طبعیي زېرمو یې د کنټرول لپاره هم د نېږدې هېوادونو او سترو قدرتونو ترمنځ سیالي تېزه شوې ده.

د امریکا دفاع وزیر وایي، متحده ایالات دې ته اړتیا لري چې په شمالي قطب کې خپل حضور لا پیاوړی کړي ځکه د نړۍ د تودېدو له امله سیمې ته چې د تېلو او ګازو بډایه زېرمې لري، نوې سمندري لارې پرانیستل کېږي او د دغو زېرمو د استخراج چارې هم آسانه کېږي.

د ځینو اټکلونو له مخې شمالي قطب چې د روسیې، امریکا، کاناډا او یوشمېر نورو محدودو هېوادونو له خاورې سره تړلی، د تېلو او ګازو زېرمې یې د سعودي عربستان او روسیې له زېرمو ډېرې زیاتې دي.

روسیې په شمالي قطب کې له مخکې د انرژۍ پراختیایي هڅې پیل کړي او هم یې په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته پوځي حضور او ظرفیتونه پکې پیاوړي کړي دي.

مسکو دغه راز غواړي چې په لېرې پرتو ټاپوګانو یې پرېښودل شوې د شوروي د وخت پوځي هوایي او د رادارو اډه بېرته فعاله او هم یوه نوې پکې جوړه کړي.

روسیه د شمالي قطب د شااوخوا نیمایي برخې څه کم یومیلیون او درې سوه زره کېلومتره مربع ساحې چې د ټولو پنځو سکاندیناوي هېوادونو، سویډین، ډنمارک، ناروې، فنلند او ایسلند له مساحته لږڅه کمه ده، د ملکیت ادعا کوي.

د امریکا دفاع وزیر جمز مټېس د تېرې یکشنبې په ورځ د یو شمېر آسیایي هېوادونو پر لور تر روانېدو مخکې په الاسکا کې خبریالانو ته وویل، په دې کې شک نشته چې متحده ایالات باید په شمالي قطب کې خپل حضور پیاوړی کړي او زیاته یې کړه چې د دغو هڅو په ترڅ کې به متحده ایالات د کنګل ماتولو او نورو ځانګړیو کښتیو د شمېر په زیاتوالي سره چې په قطب کې ورته اړتیا ده، د ساحلي ګارډ حضور پیاوړی کړي.

جیمز مټېس
جیمز مټېس

مټېس وویل چې په اوس وخت کې په شمالي قطب کې د عملیاتو لپاره د پنټاګون ډېره اتکا هم په الاسکا کې پر موجوده اډې ده او زیاته یې کړه چې په سیمه کې نصب شوې د توغندیو هغه دستګاوې چې د نورو توغندي تخریب یا شنډوي، د امریکا د خاورې د دفاع اساسي ستنې جوړوي.

خو د امریکا دفاع وزیر دېته هم اشاره وکړه چې د شمالي قطب په تودېدو سره چې په سیمه کې نوې هڅې پیل شوې، متحده ایالات ورڅخه یوشاته پاتې دی.

مټېس وویل، شمالي قطب ته چې اوس نه یوازې داچې نوې لارې پرانیستل کېږي بلکې په سیمه کې د انرژۍ د نویو طبعیي زېرمو د موندلو لپاره هم څېړنې تېزې شوې، متحده ایالات به هم له خپل لوري هڅې زیاتې کړي.

روسیې او متحده ایالاتو دواړو په قطب کې د کیندنو له پراختیا سره لېوالتیا ښکاره کړې خو روسیې په دې برخه کې په عمل کې خپل ظرفیتونه زیات کړي.

متحده ایالات له خپل لوري د قطب د الاسکا په وحشي طبعیت او سواحلو کې یې د تېلو لپاره کیندنو ته اجازه نه ورکوي.

د شمالي قطب پر سر د روسیې او متحدو ایالتونو ترمنځ پر رقابت سربېره چین هم د روان کال په پیل کې هغه پلانونه اعلان کړل چې له مخې یې د دې هېواد د ولسمشر شي جین پینګ د یوه کمربند یوې لارې لویه پروژه د کښتیو د هغو نویو لارو په مرسته چې په نړۍ کې د تودوخې د درجې په لوړېدو سره پرانیستل شوي، تر قطب پورې غځوي.

چین دغه راز د نړۍ په تر ټولو لوی ټاپو ګرینلند کې چې د شمالي قطب لویه برخه جوړوي او په ډنمارک پورې تړلی دی، د نویو طبعیي زېرمو د سروې او موندلو په هڅو کې ونډه لري.

چین چې په خپله له شمالي قطب سره نه دی تړلی، په سیمه کې یې مخ په زیاتېدونکې لېوالتیا په اوږد مهال کې د پیکینګ ستراتیژیکو اهدافو په اړه له قطب سره د تړلو دولتونو اندیښنې را پارولي دي.

ترسره شوې څېړنې ښیي چې د شمالي قطب د تېلو او ګازو ډېرې زېرمې د الاسکا په برخه کې چې متحدو ایالتونو په ۱۸۶۷ مېلادي کال د روسیې له امپراطورۍ څخه د ۷ میلیون او دوه سوه زره ډالرو په مقابل کې پیرلې، پرتې دي.

الاسکا په ۱۹۵۹ کال د امریکا ۴۹ ایالت اعلان شو.

XS
SM
MD
LG