د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۱

پنجشیر کې د فوټبال د سیمه‎ییزټورنمنټ مرکزي زون سیالۍ پيل شوې

د فوټبال د سیمه‎ییز ټورنمنټ مرکزي زون سیالۍ تېره ورځ په پنجشیر ولایت کې پيل شوې.

د فوټبال فدراسیون مرستیال او د سیالیو تنظیمونکي علیم شیرزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ټورنمنټ کې پنځه ټیمونه کې چې دوه یې د پنجشیر، یو- یو یې د کاپیسا، پروان او بامیانو ولایتونو دي په خپلو کې سیالي کوي.

د ښاغلي شیزاد په خبره د دغو سیالیو کې په لومړۍ ورځ پنجشیر ټیم له کاپیسا سره لوبه وکړه چې صفر- صفر سره پای ته ورسېده.

ټاکل شوې چې نن یو د پنجشیر د اې ټیم د پنجشیر له بي ټیم سره سیالي وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG