د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

اجرائیه ریاست: طالبانو ته د سیمو د سپارلو بحث او ګونګوسی د سولي له روحیې سره مخالف دي


د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، طالبانو ته د امن د سیمو د سپارلو بحث مردود دی او دا موضوع یوازې یو ګونګوسی دی.

دا ځل د افغانستان اجرائیه ریاست طالبانو ته د امن د سیمو د سپارلو موضوع له پخوا جدي مطرح کوي.

اجرائیه ریاست ټینګار کوي چې دغه موضوع د افغانستان د حکومت په کړنلاره کې نه شته او هېڅ بحث پرې نه دی شوی.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، دغه موضوع د افغانستان خلکو او حکومت ته د منلو نه ده او هېڅ څوک باید د ملي ګټو پر خلاف داشان خبرې و نه کړي.

امید میثم
امید میثم

نوموړي زیاته کړه:

"طالبانو ته د ځینو ولایتونو د سپارلو بحث او ګونګوسی دقیقه خبره نه ده او په حکومت کې دا ډول بحثونه نه شته، دا د سولي او مذاکراتو له روحیې سره مخالف دي، دا نه دولت او نه خلکو ته د منلو دي."

په تازه ورځو کې ویسا ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو ته دسولې د سیمو په نوم د شپږو ولایتونو د سپارلو موضوع په پام کې نیول شوې ده.

دغې ورځپاڼې پرته له کومې منبع دا هم لیکلي چې طالبانو ته د څو ولایتونو سپارل، د افغانستان، امریکا او پاکستان په موافقه شوي دي.

طالبانو ته د امن د سیمو د سپارلو بحث په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ۳ میاشتې مخکې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د سولې طرحه ومني او دې ته دې منتظر وي چې ولسمشر ورته د امن د سیمو په نامه ځینې سیمې وسپاري.

خو دحکمتیار دغه څرګندونې له تندو غبرګونونو سره مخ شوې او افغان حکومت هم پر وخت دغه موضوع رد کړه.

اوس د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې خبرې طالبانو ته د امتیاز ورکولو په معنی نه دي او د حکومت د وړاندې شوې طرحې په یوه ځای کې هم طالبانو ته د امن د سیمو د سپارلو موضوع مطرح شوې نه ده.

طالبانو په دې هکله تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی او کوم شرط چې دغه ډله پرې ټینګار کوي، هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل دي.

د طالبانو د ډلې یو پخوانی چارواکی سید اکبر اغا هم دغې موضوع ته اشاره کوي او وايي، که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، طالبان به پرته له قید او شرطه له افغان حکومت سره سوله وکړي.

اوس د حکومت او طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند وروسته او د سولې خبرو ته د هیلې پیدا کېدو او همداشان طالبانو ته د ځینو سیمو د سپارلو موضوعګانو یو شمېر کار پوهانو ته پوښتنې پیدا کړې دي.

د دغو کارپوهانو له ډلې جاوید کوهستاني وايي، پاکستان له کلونو راهیسې په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې د طالبانو قدرت تمدید او د دغې ډلې جنایتونه منطقي وګڼي.

وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

دی وایي:

"د افغانستان په حکومت کې ځینې حاکمې کړۍ د پاکستان وړاندیز چې کله د عربستان او کله د انګلیس له خوا حکومت ته مطرح کېږي، په یو ډول غواړي چې مشروعیت ورکړي او ويي مني او رسنیز یې کړي او د سولې لپاره یې ضرورت وګڼي، دا له پخوا د پاکستان طرحه ده، په هغو سیمو کې چې کانونه او د مخدره موادو کښت او ترافیک زیاد دی او د پاکستاني جنګ غوښتونکو او پاکستاني قاچاق کوونکو په کې ګټې دي، نو اوربند د پاکستان له لورې د دغې ډلې د قدرت ښودل دي."

ښاغلی کوهستاني وايي، له طالبانو سره اوربند هم د پاکستان په خوښه شوی او د هغه هېواد غوښتي چې له یوې خوا افغانستان بوخت وساتي او له بلې خوا ځان د نړۍ له انتقادونو او بدنامۍ وساتي، په افغانستان کې د طالبانو قدرت ښيي.

د افغان حکومت له لورې طالبانو سره د اوربند پای ته لا دوه ورځې پاتې دي، خو د ځینو امنیتي پوستو د سقوط او د نورو د سقوط لپاره د طالبانو د هڅو خبرونه خپرېږي.

د دفاع وزارت د ویندوي د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، امنیتي ځواکونه د جنګ په ډګر کې موجود دي او د طالبانو د حملو په صورت کې به کلک ځواب ورکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG