د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۱

د ولسي جرګې ځيني غړي په ځینو ولایتونو کې د تذکرو وېش غېر عادلانه بولي

د افغانستان د ولسي جرګې ځيني غړي په يو شمېر ولایتونو او ولسوالیو کې د تذکرو وېش غېر عادلانه او له ستونزو ډک بولي.

د دغې جرګې يو شمېر غړي وايي، د وګړو د احوال د ثبت د مرکزي ادارې له خوا د تذکرو د وېش په برخه کې هېڅ انډول په پام کې نه نیول کېږي.

د دوی په خبره، په یو شمېر ولایتونو کې داسې ولسوالۍ هم شته چې په کم شمېر کسان هم په کې تذکرې نه لري، خو لا هم په کې د تذکرو د وېش لړۍ نه ده پېل شوې.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عصمت الله شینواري د دې جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې اچین او سپین غر هغه دوه ولسوالۍ دي چې د وګړو د احوال د ثبت د مرکزي ادارې له خوا ورته د تذکرو د وېش په برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

دی وایي:

"اچین او سپین غر هغه دوه ولسوالۍ دي چې د ټول ننګرهار له ولسوالیو یې نفوس زیات دی، خو ولې حق نه دی ورکړل شوی، په سپين غر ولسوالۍ کې لا تراوسه ۵۰ کسانو هم تذکرې نه دي اخيستي، په داسې حال کې چې نفوس یې له شااوخوا يولک پنځوس زرو زیات دی."

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت د خلکو استازې فوزیه کوفي وايي، په يو شمېر سیمو او ولسوالیو کې سیمه ييز چارواکي او کړۍ د ځینو کاندیدانو په ګټه د تذکرو د وېش ټیمونه پخپله خوښه تنظیموي.

نوموړې وویل:

"داسې شکایتونه موجود دي چې په ځینو سیمو او ولسوالیو کې ځیني ولسوالان او مامورین د سیاسي کسانو په منځګړیتوب، د پارلمان له دننه او بهر مقرر شوي او د تذکرو د وېش ټیمونه دوی داسې تنظیموي چې هغو سیمو ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې دوی هلته د يو خاص نومانده ملاتړ کوي، نو په دې اساس په ځینو سیمو کې د تذکرو اخيستلو له حقه خلک محروم شوي دي."

خو د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال تیمور شاران بیا د تذکرو د وېش په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو او مامورینو لاس لرل نه مني او وايي چې سیمه ييز مسؤلین يوازې په ولایتونو او ولسوالیو کې د تذکرو د وېش کارکوونکو ته اسانتیاوې برابروي او د دوی په چارو کې د مداخلې حق نه لري.

ښاغلی شاران وایي، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې اوسمهال د تذکرو د وېش بهیر په عادي ډول روان دی، خو د میدان وردګ، لوګر، فاریاب، لغمان، هرات، غور، کندز، نیمروز، ننګرهار او په يو شمېر نورو ولایتونو کې د تذکرو د وېش په برخه کې ستونزې موجودې دي.

په کابل کې هم د یکشنبې په ورځ په سلګونو کوچینانو دوی ته په پروان ولایت کې د تذکرو د نه وېش له امله اعتراضیه غونده وکړه چې د کوچیانو چارو خپلواک ریاست ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ستونزه تأیيد کړې ده.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د وګړو د احوال د ثبت د مرکزي ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، په ټولو ولایتونو کې د تذکرو د وېش بهیر اوسمهال په ښه توګه روان دی او په دې برخه کې کومه جدي ستونزه نشته.

روح الله احمدزی
روح الله احمدزی

احمدزي وویل:

"له نیکه مرغه په ټولو ولایتونو کې د فورمو او تذکرو د وېش بهیر په ښه توګه روان دی، موږ د فورمو د تذکرو د کمښت سره نه یوو مخ شوي، په ځینو سیمو کې څو ساعته ځنډ رامنځته کېږي چې ژر ورته رسېدنه کېږي."

ښاغلی احمدزی وايي، د ۱۳۹۶ لمریز کال له سلواغې میاشتې راهیسي تر اوسه ۵ میليونه کاغذي تذکرې په خلکو وېشل شوي چې له نیمايي ډېره برخه يې ښځې دي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسیمې نیازۍ وویل، که حکومت د تذکرو د وېش په برخه کې انډول ته پام ونه کړي، خلک به راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

راپور: واصل وصال

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG