د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د افغانستان روان وضعیت د بهرنیو مطبوعاتو په باور


ډېلي بيسټ:

ډېلي بيسټ خپرونې په افغانستان کې د اوربند پر وروستيو موافقو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي چې په افغانستان کې د کوچني اختر په درېيو ورځو کې د دوه اړخيز اوربند پر مهال، د لنډې مودې لپاره جګړه ودرول شوه.

په دغو ورځو کې په کابل، کندز، غزني او نورو ولايتونو کې په زرګونو طالب جنګيالي ښارونو ته ولاړل، ځينو يې له سرتېرو سره سيلفي عکسونه واخيستل او ځينو نورو يو بل ته سره ګلان ورکړل.

خو د خپرونې په حواله، له دې هرڅه سره سره وسله والو طالبانو خپل درې ورځنى اوربند تمديد نه کړ او يوازې تېره اوونۍ په بادغيس ولايت کې شا او خوا ٣٠ افغان سرتېري په يوه حمله کې ووژل شول.

د ډېلي بيسټ خپرونې په ليکنه کې په افغانستان کې د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سيګار د يوه راپور په حواله ويل شوي چې د روان ميلادي کال د جنورۍ له ٣١ مې د افغانستان د ټولو ولسواليو ١٤ اعشاريه ٥ سلنه يې يا د افراطي وسله والو په کنټرول يا تر نفوذ لاندې وې.

د راپور په حواله. په ٢٠١٦ میلادي کال کې دغه اندازه يوازې ٩ فيصده وه.

د مطلب ليکوال د ليکنې په يوه برخه کې پېشنهاد کړى چې ناټو بايد افغانان پرېږدي چې تر ممکنه حده د خپل امنيت او حکومت جوړونې لپاره ډېرې هڅې وکړي.

ليکوال زياتوي، افغانان بايد خپل ټولنيز جوړښت باثباته، خپل حکومت، اردو او پوليس جوړ او اصلاحات په کې راولي.

نيشنل انټرسټ:

امريکايۍ نيشنل انټرسټ خپرونې هم پر همدې موضوع په دې عنوان ليکنه خپره کړې، داسې ښکاري چې افغانستان او وسله وال طالبان ښايي د ١٧ کلنې جګړې د ختمولو هڅه وکړي.

د ليکنې په پيل کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا وسله والو طالبانو ته د اوربند مسئله ياده شوې چې ځينو افغانانو يې هرکلى او ځينو نورو ورباندې انتقاد کړى دى.

د خپرونې په حواله، ځينو تحليلګرانو او د پخواني حکومت چارواکو د اوربند دغه پېشنهاد يوه ناوړه تجربه بللې ده.

خپرونې ليکلي، د وسله والو طالبانو له خوا د اختر په درېيو ورځو کې د اوربند رعايت ښايي دا معنى ولري چې دوى به غوښتل په جديت سره پر يوه اوربند او تقريباً د دوو لسيزو تر جګړو وروسته په خپلو عملياتو کې پر يوه بې سارې وقفه غور وکړي.

افغان حکومت اول د روژې له ٢٧ مې د کوچني اختر تر پنځمې د طالبانو په وړاندې د اوربند اعلان وکړ چې وروسته يې دغه اوربند د لسو نورو ورځو لپاره تمديد کړ، خو وسله والو طالبانو يوازې د کوچني اختر په درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړى و.

نيشنل انټرسټ خپرونې ليکلي، د ولسمشر غني د اوربند اعلان له زړورتيا ډکه پرېکړه وه او وخت يې هم ډېر مناسبت و.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، د امريکا متحد ايالتونه ښايي ونه کړاى شي، په يوازې سر وسله وال طالبان د سولې مذاکرې ته راولي او په يوازې سر له وسله والو طالبانو سره پخلاينه وکړي.

د خپرونې په باور، د سيمې په سطحه ناکارو دسايسو هم د افغانستان د سولې پروسه لا پېچلې کړې ده.

خپرونې د چين، روسيې او پاکستان يادونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG