د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه فرمان لاسليک کړ چې له مخې يې پر شمالي کوريا لګول شوي بنديزونه د يوه بل کال لپاره تمديد کېږي.
ښاغلي ټرمپ ويلي چې د شمالي کوريا د اټمي وسلو له درکه امريکا ته "فوق العاده" ګواښ متوجې دى.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه بنديزونه چې په اصل کې په ٢٠٠٨ کې پر شمالي کوريا لګول شوي وو، نن شنبه تمديد کړل.
خو ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې په ټوېټر کې ليکلي وو چې د شمالي کوريا د اټمي پروګرام له اړخه، نړۍ ته کوم خطر نه دى پېښ.
ظاهراً د ولسمشر ډونالد ټرمپ اوسنى اجرائيوي فرمان د هغه دا ادعا تر سيوري لاندې راولي چې د شمالي کوريا د اټمي پروګرام خطر يې کم اهميته ښوولى و.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ١١ ورځې مخکې په سنګاپور کې د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره د تاريخي سرمشريزې پر مهال چې هدف يې په کوريا ټاپووزمه کې د کړکېچ کمول وو، وکتل.
ښاغلي ټرمپ تر هغې سرمشريزې وروسته ويلي وو، که له اټمي وسلو د کوريا ټاپووزمې د پاکولو پروسه پيل نه شي، پر شمالي کوريا لګول شوي بنديزونه به پر خپل حال پاتې وي.
د ولسمشر ټرمپ په اجرائيوي فرمان کې ويل شوي:
"د امريکا ملي امنيت، بهرنۍ پالېسۍ او اقتصاد ته د غيرمعمولي او فوق العاده ګواښ پېښولو لپاره د شمالي کوريا اقدامات او پاليسي ادامه لري."
د امريکا دفاع وزارت نن شنبه له جنوبي کوريا سره تر نامعلومې مودې د ګډو پوځي تمريناتو د ځنډولو اعلان وکړ، په دې اړه يې مشخصاً معلومات نه دي ورکړي.
البته دا هغه ژمنه ده چې په سنګاپور کې ولسمشر ټرمپ له کيم جونګ اون سره د کتنې پر مهال کړې وه.
ولسمشر ټرمپ دغه تمرينات ”جنګي لوبې“ بللې وې او د شمالي کوريا دا څرګندونې يې تأييد کړې وې چې ګواکې دغه پوځي تطبيقات پاروونکي دي.
په ځينو راپورونو کې ويل شوي چې د امريکا او جنوبي کوريا دغه پوځي تمرينات چې ”د ازادۍ د ساتونکي“ نوم ورکړل شوى، ښايي په اګست مياشت کې وشي.