د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۱

په افغانستان کې د المپيک نړیواله ولمانځل شوه

په افغانستان کې د المپيک نړیواله ورځ د سولې او يووالي په نوم ولمانځل شوه.

د المپيک ملي کمېټې او بدنې روزنې رئیس حفیظ ولي رحیمي په کابل کې په دې اړه جوړیو شویو مراسمو ته وویل چې د ورزش مسؤلین او لوبغاړي دې د ورزش د ودې ترڅنګ په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره هم هڅې وکړي.

نوموړي وویل، د افغانستان ورزش مخ پر ودې دی او روان کال دوی هڅه کوي چې د نجونو ورزش ته هم ځانګړې پاملرنه وشي چې دا ټول په سوله کې ښه ممکن دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG