د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

په روسیه کې د فوټبال نړیوال جام امنیت څنګه نیول شوې؟


د فوټبال د نړیوال جام په سږنيو لوبو کې یوه خورا مهمه مسئله د فوټبالرانو او د فوټبال د مینه والو امنیت دی.

د فوټبال نړیوال جام د جولای تر ۱۵ مې نيټې پورې دوام کوي او امنیت یې یو ډېر ستونزمن کار دی.

د بدماشانو له خوا د ګډودۍ جوړولو پخوانۍ پیښې، تروریستي حملې او سیاسي کړکېچونه د دې باعث شوي چې یوولس کوربه ښارونه د امنیت د ټینګښت لپاره جدي تدابیر ونیسي.

د سیلانیانو د امنیت لپاره د امنیتي مامورینو ګومارل چې مخکې له مخکې په لوبغالو او د فوټبال د مینه والو د راټولیدو په سیمو کې لیدل کېږي یو له دې اقداماتو څخه دی.

د مسکو په ټولو متروګانو کې امنیتي دروازې نصب شوې دي.

د سانت پیترزبورګ په مترو کې له هغو سپیو کار اخیستل کېږي چې چاودېدونکي مواد کشفولای شي.

نندارچیان پر ټکټ سربیره یا باید د فوټبال د مینه والو ځانګړی پاسپورټ یا هم خاص کارت ولري څو لوبغالي ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.

دا خاص کارتونه د لانجمنو خلکو او بدماشانو د تور فهرست له کنټرول وروسته د فوټبال مینه والو ته ورکول کېږي.

همدا کارتونه په حقیقت کې د روسیې قلمرو ته د ننوتو د ویزې په توګه هم کارول کېږي.

لوبغالي ته له ننوتو مخکې درې امنیتي پړاوونه شته چې لومړی یې له څرخیدونکې دروازې، دوهم د لاسي بکسونو له تلاشۍ او دریم له بدني تلاشۍ تېریدل دي.

لوبغالی د ډېرو امنیتي کمرو په وسیله څارل کېږي.

په فرانسه کې د ۲۰۱۶ کال د اروپا د جام په لوبو کې د انګلستان او روسیې د ټیمونو د پلویانو د نښتو په څیر د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي په مقصد د روسیې پولیسو د تلاشۍ او جنايي څيړنو عملیات ترسره کړي او حتی ځینې کسان یې نیولي هم دي.

د روسیې امنیتي ادارو، د هغو بدماشانو تور فهرست برابر کړی دی چې لوبغالو ته د ننوتو حق نه لري.

د وسلو او د چاودېدونکو او زهري موادو پر خرڅلاو جدي بندیز لګول شوی دی.

د لوبو په کوربه ښارونو کې پر اعتراضیه غونډو ممنوعیت اعلان شوی او دې ښارونو ته پروازنه هم محدود شوي دي.

او بالاخره ټول هغه پارسلونه کنټرولېږي چې د لوبو په کوربه ښارونو کې آدرسونو ته استول کېږي.

XS
SM
MD
LG