د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

د سولې شورا د امریکا له خوا د سولې د مرکچي ډلې د جوړولو هرکلی وکړ


د افغانستان د سولې عالي شورا د امریکا متحده ایالاتو له لوري د سولې د خبرو اترو د پیل او د دغه بهير د چټکتیا لپاره د مرکچي ډلې جوړېدل اړین وبلل او ترې هرکلی یې وکړ.

افغان حکومت او د امریکا متحده ایالات تر بل هر وخت زیات له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته هیله مند دي.

د سولې په برخه کې د نورو هڅو ترڅنګ د امریکا له لوري د سولې د خبرو اترو د پیل او د دغه بهير د چټکتیا لپاره د مرکچي ټيم رامنځته کېدل د سولې په برخه کې خوشبینۍ زیاتې کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره له مرکچي ډلې څخه ډېرې هیلې موجودې دي.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري
د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري

دی وایي:

“له شک پرته هر هغه ګام چې مونږ سولې ته رسوي، ترې هرکلی کوو، مونږ په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو، له نېکه مرغه د سولې لپاره نړیواله او سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې او د سولې پروسه به د افغانانو په رهبرۍ مخ ته ځي.”

دا په داسې حال کې ده چې د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپار یو مرکچي ټیم جوړ شوی چې په واشنګتن او کابل کې د امریکا په سفارت کې فعالیت لري.

مېرمن ویلز طالبانو ته هم خبرداری ورکړی چې د جګړې له لارې به بریالي نه‎ شي.

که څه هم د دغې ډلې د کارونو د پیل په تړاو ډېر جزیات نه دي خپاره شوي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا ټينګار کوي چې له دغې ډلې سره به په ګډه کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي دي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له ډېر ځنډ وروسته په یوه نامعلوم ځای کې پیلېدونکې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د متحدوایالتونو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس سره په ټیليفوني خبرو کې د سولې او له وسله والو طالبانو سره د اوربند ترڅنګ له ترورېزم سره په ګډې مبارزې ټينګار کړی دی.

د روژې په پای او د اختر په ورځو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له خوا د اوربند له اعلانېدو وروسته، په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې یوه نوي پړاو ته رسېدلې دي.

خو اوس پوښتنه داده چې د سولې د خبرو اترو د پرمختګ لپاره د مرکچي ټيم رامنځته کېدل به څه مرسته وکړي؟

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‎الله عرفان
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‎الله عرفان

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‎الله عرفان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

“کومې هڅې چې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې په تړاو پیل کړي، هیله مند یوو چې صادقانه وي او د سولې له پروسیې سره مرسته وکړي، کومه مرکچي ډله چې امریکا جوړه کړې، هغه مهال به نتیجه ورکړي چې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شي او دغه هېواد اړ شي، څو د سولې له پروسیې سره صادقانه همکاري وکړي، کنه نو دا هڅې به نتیجه ور نه کړي. “

که څه هم له اختر وروسته د طالبانو حملې بیا پیل شوې، خو عمومي باور دا دی چې د جګړو زور د پخوا په پرتله تر ډېره کم شوی او ډيپلوماتیک چینلونه تر پخوا زیات فعال شوي دي.

خو د ولسي جرګې غړي وايي، د سولې په برخه کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره د امریکا له لوري رامنځته شوې کاري ډله باید پر پاکستان د نړیوالو فشارونو له لارې د سولې د راوستلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG