د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

چارواکي: په تېرکال کې په بدخشان کې د مخدره موادو ۸ کارخانې ویجاړې شوي


د بدخشان د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، له نشه یي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېر یوه کال کې د دې ولایت په کچه له نشه یي موادو سره د مبارزې په برخه کې، د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال سید نورالله احمدي وايي چې له نشه یي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د مخدره موادو د تولید ۸ کارخانې له منځه وړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیس د نشه يي موادو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري چې په تېر یوه کال کې د مخدره موادو د تولید د ۸ کارخانو ویجاړول د پولیسو له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي."

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له نشه یي موادو سره د مبارزې پولیس د نشه موادو او قاچاق کوونکو د نېولو او د کوکنارو د کښت د اړولو په برخه کې جدي دي:

دی زیاتوي:

"تاسې په جریان کې یاست چې د بدخشان له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس د قاچاق کوونکو د نېولو، د مخدره موادو د نیولو او همدا راز په نورو بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري."

له دې سره سم د بدخشان د ولایتي شورا غړی احمد جاوید مجددي وايي چې د دغه ولایت له نشه یي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېر یوه کال کې د مخدره موادو او قاچاق کوونکو د نیولو په برخه کې بې سارې لاسته راوړنې لري او وایي:

"موږ د بدخشان ولایت له نشه یي موادو سره د مبارزې د پولیسو هڅې ستایوو، دوی په دې وروستیو کې د مخدرو موادو د کشف او ضبط او د قاچاق کوونکو د نېول کېدو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري."

د بدخشان پولیس په داسې حال کې په تېر یوه کال کې د نشه یې موادو د نیولو، د کوکنارو د کښت اړولو او قاچاق کوونکو د نېولو خبر ورکوي چې د دې ولایت مدني فعالان او عام خلک وايي چې په بدخشان کې د معتادينو شمېر ورځ په ورځ مخ پر ډېرېدو دی او دې کار دوی سخت اندېښمن کړي دي.

راپور: اجمل ارین

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG