د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

په غزني او بغلان کې د طالبانو په تازه حملو کې ۸ پولیس وژل شوي


افغان چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ د جون ۲۱مه په دوو جلا جلا بریدونو کې ۸ تنه افغان پولیس وژلي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري رسنیو ته ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت په مربوطاتو کې د دواړو لورو په څو ساعته جګړه کې شپږ پولیس ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

ښاغلی نوري وایي، لږ تر لږه اووه وسله‌وال یاغیان هم په دې جګړه کې وژل شوي.

بل‌خوا د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح‌الله شجاع رسنیو ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو په یوه برید کې دوه پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

وسله‌والو طالبانو د تېر کوچني اختر په درېیو ورځو کې تر اوربند وروسته خپل بریدونه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې داسې مهال له سره پیل کړي دي چې افغان حکومت له خپله اړخه په اوربند حالت کې دی، خو چارواکي ټینګار کوي چې په دې اوربند کې به د ځان دفاع وکړي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د جون په ۲۰مه هم افغان چارواکو وویل چې وسله‌والو طالبانو په هغه برید کې چې دوی وایي، د اختر تر اوربند وروسته د طالبانو له لوري تر ټولو لوی برید وو، ۳۰ افغان سرتېري وژلي دي.

د بادغیس والي عبدالغفور ملک‌زي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو په دې برید کې یو پوځي مرکز هم نیولی دی.

افغان طالبان
افغان طالبان

ښاغلي ملک‌زي وویل طالبانو د تېرې ورځې په لومړیو ساعتونو کې پر دوو امنیتي پوستو برید وکړ.

دغه‌راز د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بېک بیا ویلي چې طالبانو یو پوځي مرکز په بالا مرغاب ولسوالۍ کې په نښه کړ.

نوموړي روېټرز ته زیاته کړه چې ډېر شمېر طالبان له بېلابېلو لارو سیمې ته ورغلي او د ۳۰ افغان امنیتي ځواکونو تر وژل کېدو وروسته‌یې دغه مرکز ونیو.

دی وایي، د دې ولایت په نورو سیمو کې ۱۵ وسله‌وال طالبان هم وژل شوي دي.

دا پېښې داسې مهال شوي چې افغان ولسمشر د جون پر ۱۶مه نېټه د حکومت له لوري اعلان شوی اوربند د ۱۰ ورځو لپاره تمدید کړ.

ځیني ځکه انتقاد کوي چې وایي، دغه اوربند طالبانو ته اجازه ورکړه چې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان بېلابېلو ښارونو کې د حکومت تر واک لاندې سیمو ته ولاړ شي.

یوه لوړپوړي لوېدیځ ډیپلومات چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی، روانه اوونۍ ویلي چې د دې کار عواقب به ښایي ناوړه وي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې ښه به دا وی چې طالبانو هم له خپل لوري اوربند ته ادامه ورکړې وی، خو نوموړی وایي د دواړو لورو اوربند او په نتیجه کې د سولې خبرو ته رسېدل اسانه کار نه‌دی او وخت ته اړتیا لري.

خلیل‌زاد
خلیل‌زاد

زلمی خلیل‌زاد زیاتوي:

"که څه هم دا اسانه کار نه‌دی، موضوع ډېره پېچلې ده، بېلابېلې کړۍ رول لري، طالبان هم په خپل منځ کې په دې اړه ستونزې لري د دوی په تشکیلاتو کې دننه مختلف نفوذونه اغېز لري، نو له دې کبله له یوې خوا دې کار ته هیله درلودل ښه دی، خو له بل لوري باید درک کړو چې دا اسانه کار نه‌دی، وخت غواړي څو د ټولو افغانانو او د افغانستان د متحدینو دغه ارمان ته چې په دې هېواد کې تل‌پاتې سوله ده، ورسېږو."

بل‌خوا یوه بریتانوي جنرال ریچارد کرېپ ویل ویلي داسې استخباراتي راپورونه‌یې نه‌دي لیدلي چې وښیي هغه طالبان چې د اوربند پر مهال د حکومت تر واک لاندې سیمو ته ورغلي دي، د حکومتي اهدافو په نښه کولو لپاره له دې موقع څخه استفاده کړې وي.

وسله‌والو طالبانو هم له خپل لوري د اوربند تر ختمېدو وروسته په یوې اعلامیه کې وویل هغو طالبانو ته به ډسپلیني سزا ورکړي چې د اختر په ورځ کې یې له افغان ځواکونو سره عکسونه اخیستي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د اختر په درېیو ورځو کې شااوخوا ۲۴۰۰ طالبان یوازې پلازمېنې کابل ته ننوتل، خو ویل کېږي ډېری یې د اوربند تر ختمېدو وروسته بېرته خپلو سیمو ته نه‌دي تللي.

XS
SM
MD
LG