د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۶

شیرزی وايي د سولې په هدف‌يې د طالبانو د کوټې شورا سره اړيکې نيولي

د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزير وايي، د سولې په هدف‌يې د طالبانو د کوټې شورا سره اړيکې نيولې دي.

د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» د هېواد د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزير ګل اغا شیرزي په کندهار کې د ولسي خلکو او قومي مشرانو یوې غونډې ته په خپله وينا کې وویل چې د سولې راوستلو لپاره‌يې داسې جرګه جوړه کړې چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې غړي د طالبانو له کوټې شورا سره په اړيکه کې دي.

شیرزي په هېواد کې وروستی اوربند هم د جوړې شوې جرګې لاسته راوړنه یاده کړه، خو له کوټې شورا يې د خپلو اړيکو جزئيات ورنه‎کړل.

نوموړی وايي:

"دا درې میاشتې مکمل موږ د کوټې شورا او پېښور د خلکو سره مسلسل روابط نیولي او خبرې مو ورسره کړي او دوی هم مثبت ځوابونه راستولي دي."

د کندهار غونډه
د کندهار غونډه

د کندهار ولايتي چارواکو او قومي مشرانو هم وویل چې د کوچني اختر په مناسبت د افغان حکومت او طالبانو وروستي اوربند د دواړو غاړو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړې او اړتیا ده چې نور د دايمي اوربند او سولې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

د قومونو او قبایلو چارو وزير ګل اغا شیرزي په‎داسې حال کې د سولې په هدف د طالبانو د کوټې شورا سره د اړيکو نيولو خبره کوي چې تر دې مخکې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم ویلي و چې درې ځله‎يې په دبۍ کې د وسله‎والو طالبانو له مهمو او صلاحیت لرونکو چارواکو سره د سولې او مذاکراتو په هدف لیدلي.

جنرال عبدالرازق زیاته کړې وه چې دا لیدنې د نورو هغه کتنو بېلګې دي چې د حکومت د استازو له لوري شوي او بې‌پایلې پای ته رسېدلي.

طالبانو تر اوسه د چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نه‎دي ویلي.

راپور : صادق رښتینی

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG