د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

د انتخاباتو کمېسیون: د احتمالي نوماندانو د اسنادو د ارزونې پروسه پیل شوې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو ابتدايي لېست د روان لمریز کال د سرطان په اوومه اعلانېږي.

دغه کمېسیون وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانونو د احتمالي کاندیدانو لپاره د کمېسیون له لوري له ۱۰ زرو ډېرې فورمې وېشل شوې وې چې تر اوسه له شپږو زرو ډېرې فورمې بېرته د کمېسیون په واک کې ورکړل شوې دي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د عبرګولي ۳۰» ازادي راډيو ته وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څېړلو پروسه پیل شوې ده.

ښاغلي ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"دغه شمېر ۶۱۸۵ تنو ته رسېږي چې له دې جملې ۳۷۳۱ تنه‌یې د ولسوالیو شوراګانو پورې اړه لري او ۳۴۶۰ تنه‌یې نارینه او ۲۷۱یې ښځې دي او ولسي جرګې ته د احتمالي کاندیدانو فورمې ۲۴۵۴ دي چې بېرته مو ترلاسه کړي چې له دې ډلې ۲۰۵۵یې نارینه او ۳۹۱یې ښځې دي."

ښاغلي ابراهیمي وویل، د اهل هنودو د یوه تن او له کوچیانو څخه ۷ فورمې د کمېسیون په واک کې ورکړل شوې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، په کابل کې د ولسي جرګې د احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څېړلو بهیر پیل شوی او له ولایتونو څخه مواد د انتقال په حال کې دي.

دغه کمېسیون وايي، د ولسوالیو شوراګانو د احتمالي کاندیدانو اسناد د کمېسیون په ولایتي دفترونو کې څېړل کېږي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي کاندیدانو د نوم‌لیکنې بهیر د جوزا میاشتې په ۵مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې یې دوام وکړ.

تمه ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۸مې ترسره شي.

ویل کېږي چې تر اوسه له شپږو میلیونو او ۵۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو په انتخاباتو کې د برخې اخیستنې په هدف، نوم‌لیکنه کړې ده چې له څلور میلیونو څخه ډېر یې نارینه او له دوو میلیونو ډېرې یې ښځې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټيفا مشر محمد نعیم ایوب‌زاده وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څېړلو لپاره د کمېسیون نه‌چمتووالی د دغې پروسې پر شفافیت ناوړه اغېز کوي.

محمد نعیم ایوب‌زاده
محمد نعیم ایوب‌زاده

نوموړي وویل:

"تر اوسه موږ اطلاعات نه‌لرو چې په یو مېکانیزم باندې کار شوی وي، خو دوی دغه پروسه پیل کړې، تر اوسه موږ هېڅ ډول اطلاعات نه‌لرو چې زموږ په واک کې ورکړل شوي وي او کمېسیون له کومې امادګۍ پرته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د اسنادو د څېړلو پروسه پیل کړې ده. د یوې تخنیکي ادارې په توګه زموږ باور دا دی چې دغه پروسه نه‌شي کولای چې شفافیت تضمین کړي."

ښاغلي ایوب‌زاده وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د اسنادو د څېړلو د بهیر شفافیت لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د فورمونو د وېشلو او د ځانګړو کوډونو تر څنګ، یو ډېټابېس هم جوړ کړي، تر څو له هغې لارې اسناد راټول، فلتر او له تقلب څخه مخنیوی وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG