د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د فوټبال نړيوال جام سياليو په لړ کې نن درې مسابقې کېږي


په روسيه کې د فوټبال د ٢٠١٨ میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن چهارشنبه درې مسابقې کېږي.

اوله مسابقه د افغانستان پر وخت د مازيګر پر څلور نيمو بجو د پرتګال او مراکش ترمنځ کېږي.

دوهمه مسابقه به پر اووه نيمو د اروګوئه او سعودي عربستان ترمنځ وشي.

درېيمه مسابقه د شپې پر لس نيمو بجو د ايران او اسپانيا ترمنځ په پام کې ده.

دا په‎داسې حال کې ده چې کولمبيا پرونۍ مسابقه دوه د يو په وړاندې د جاپان په وړاندې بايلوده.

سنګال وتوانېد، دوه د يو په وړاندې پولنډ ته ماتې ورکړي او په درېيمه مسابقه کې پرون روسيې درې د يو په وړاندې مصر ته ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG