د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د سیمې استخبارات د طالبانو لپاره د بدیلې ډلې د ځای پرځای کولو په حال کې!


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، د سیمې استخبارات په افغانستان کې د وسله‎والو طالبانو پ رځای د داعش په نوم د بدیلې ډلې د ځای پرځای کولو په لټه کې دي.

د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ له درې ورځني اوربند وروسته د مشرانو جرګې غړي وايي، د سیمې استخبارات د وسله‎والو طالبانو پرځای د داعش ډلې د ځای پرځای کولو په حال کې دي.

سناتورانو د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» په عمومي ناسته کې دغه پلان د افغان حکومت لپاره د خطر زنګ یاد کړ او په‎دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

سناتور محمد رحیم حسن یار په‎دې اړه وویل:

"د سیمې استخبارات د وسله‎والو طالبانو لپاره د بدیلې ډلې د ځای پرځای کولو په حال کې دي چې هغه داعش ډله ده، دا د حکومت لپاره د خطر یو زنګ دی او کومې پېښې په ننګرهار کېږي دا پیغام حکومت ته ورکوي، که د سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان ګټې خوندي نه‎وي او که له طالبانو سره سوله هم وشي، موږ کولی شو چې د طالبانو بدیله ډله داعش به د دوی اهداف پلي کوي او په افغانستان کې به په حملو لاس پورې کړي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د اختر په ورځو کې داعش ډلې په ننګرهار کې د اوربند په خوشحالۍ کې راټولو شوېو غونډو دوه خونړۍ حملې وکړې چې لسګونو کسانو ته په‎کې مرګ ژوبله واوښته.

دغې ډلې تردې وړاندې هم د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې خونړۍ او مرګونې حملې کړي دي.

همدا شان په‎دې وروستیو کې یو شمېر افغان سیاسي ګوندونو هم اندېښنه څرګنده کړې وه چې په هېواد کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې ګواښ له یوې ورځې بلې ته د پراخېدو په حال کې ده.

خو د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» د جرګې مشري یې کوله د ننګرهار وروستیو خونړیو حملو ته په کتو وویل چې حکومت باید د دغې ډلې د ځپلو لپاره لاس په کار شي.

محمد علم ایزدیار
محمد علم ایزدیار

ښاغلي ایزدیار زیاته کړه:

"د اختر په ورځو کې په ننګرهار کې ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، د هېواد په بېلابېلو برخو کې له اویا ډېر افغانان ووژل شول، د هېواد دښمنان په بېلابېلو نومونو افغانان وژني، حکومت باید خپلو سیاستونو کې جدي بدلون راولي او په‎دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي."

دا په‎داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاشکند په نړیواله غونډه کې ویلي و، شاوخوا زر داعش جنګیالي په افغانستان کې وژل شوي او اوس‌ مهال د داعش ترورېستي ډلې دوه زره جنګيالي په افغانستان کې فعالیت لري.

ښاغلي غني ویلي و چې داعش یا د اسلامي دولت نومې ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، اوس مهال داعش ډله د دوی لپاره جدي ګواښ نه‎دی.

نوموړی وايي، که وسله‎وال طالبان له افغان حکومت سره اوربند وکړي، د داعش ډلې له‎منځه وړل به ورته ډېر ساده وي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

رادمنش زیاته کړه:

"که وسله‎وال طالبان له حکومت سره اوربند وکړي، د داعش او القاعده ډلې له‎منځه وړل ډېر ساده کار دی او د داعش ډلې د ځپلو لپاره زموږ عملیات روان دي."

ښاغلی رادمنش دا مني چې داعش هم د سیمې د استخباراتو د فعالیتونو محصول دی او په وینا یې د سیمې استخباراتو نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.

خو د نوموړي په وینا دوی به د داعش او نورو وسله‎والو ډلو په وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو دا ډلې له‎منځه یوړل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG