د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د سولې ولسي حرکت: بهرني سفارتونه دې نور په افغان ولس کې تفرقې نه اچوي


له هلمنده کابل ته د سولې د ولسي حرکت رسېدلې ډله په کابل کې له مېشتو یوشمېر مهمو سفارتونو او نړیوالو ادارو غواړي چې په افغان ولس کې د تفرقې اچونې او له لاسوهنې ډډه وکړي.

دغه ډله وايي، په پلان کې لري چې روانه اوونۍ په کابل کې د امریکا، پاکستان، ایران، انګلستان او روسیې سفارتونو او د ملګرو ملتونو د ادارې مخ ته د پرلت خېمې ووهي.

د دغې ډلې ویاند بسیم الله دوست د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی به له دغو سفارتونو او ادارو وغواړي چې د افغانانو په چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"بهرني سفارتونه دې نور په افغان ولس کې تفرقې نه اچوي او قومونه دې نه سره وېشي، نور دې د پښتون او هزاره خبرې نه کوي، نور دې زموږ په منځ کې د پښتو او دري پروژې نه پلې کوي، دغه زموږ غوښتنې دي او موږ به خپلې غوښتنې په جدیت سره مطرح کوو او تر هغې به یې تعقیبوو، څو چې دوی یې ومني."

د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي ۳۸ ورځې وړاندې له هلمنده پلي را روان شوي وو او له زابل، کندهار، غزني او میدان وردګ ولایتونو څخه له تېرېدو وروسته، تېره ورځ کابل ته را ورسېدل.

د دغه ولسي حرکت غړي شااوخوا ۲۰۰ تنو ته رسېږي، دوی وايي چې ټاکل شوې چې له ولایتونو یوشمېر را روان کسان هم له دوی سره ملګري شي او وروسته به د سولې او یوشمېر نورو مسایلو په اړه خپلو مدني غوښتنو او منډو ترړو ته دوام ورکړي.

د سولې لپاره دغه هڅې داسې مهال کېږي چې د اختر په ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ درې ورځنی اوبند وشو چې یوشمېر طالبان د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته راغلل چې دغه اقدام د عامو افغانانو له هرکلي سره مخ شو.

بل خوا د افغان ژغورنې غورځنګ غړي او د سولې فعال اسرار کریمزی له دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې د سولې په اړه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې دریځ روښانه دی او دوی باید خپل پیغام طالبانو ته یوسي.

دی وایي:

"دا خبره که بیا هم کېږي چې سفارتونه په جګړه کې ښکېل دي او لاسوهنې کوي، فکر کوم دغه خبره ناسمه ده، ځکه خبره اوس یوازې طالبانو ته متوجې شوې ده، ملت سوله غواړي، دولت د سولې نیت لري او جدي ګامونه یې پورته کړل او طالبان یې بیاهم په وړاندې بې اعتنايي کوي او نه غواړي چې په دغه پروسه کې برخه واخلي، زما له نظره اوس تمرکز په دې پکار دی چې له طالبانو پوښتنه وشي چې باید د ملت په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي."

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، خودجوشه ولسي حرکتونه له سولې سره مرسته کولای شي.

ښاغلي ایزدیار چې د جرګې په عمومي غونډه کې یې خبرې کولې، سپارښتنه وکړه چې دغه حرکت باید د سولې پیغام وسله والو طالبانو ته هم یوسي او دوی دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره اوربند او سوله وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG