د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د ویسټ انډيز او سریلانکا د ټېسټ سیالیو دوهمه لوبه بې نتیجې شوه


د ویسټ انډيز او سریلانکا ترمنځ د درېیو ټېسټ سیالیو دوهمه لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده.

د کرکټ د نړیوالې شورا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه لوبه کې سریلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۳ او په دوهمه پاڼۍ کې ۳۴۲ منډې جوړې کړې چې د لومړۍ پاڼۍ په ځواب کې ویسټ انډيزۍ لوبډلې ۳۰۰ منډې جوړې کړې، خو په دوهمه پاڼۍ کې یې د ۵ وایکټو په زیان، ۱۴۷ منډې جوړې کړې وې چې د لوبې لپاره ټاکلی وخت پای ته ورسېد او لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ویسټ انډيز سریلانکا ته د ۲۲۶ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.

ټاکل شوې چې د ویسټ انډيز په کوربه توب د دې سیالیو درېیمه لوبه د جوون له ۲۳ نه تر ۲۷ نېټې پورې په برج ټاون کې وشي.

XS
SM
MD
LG