د سعودي عربستان ملي لوبډله چې د فوټبال په نړیوال جام کې د ګډون لپاره په روسیه کې ده وايي چې لوبغاړي یې د دوی په الوتکه کې له یوې عارضې وروسته روغ رمټ دي.
د راپورونو له مخې د سعودي لوبډلې د الوتکې یو انجن په روستوف اون- دون ښار کې چې د سعودي لوبډله به خپله راتلونکې لوبه په کې کوي د راکوزېدو پر مهال اور واخېست.
د ملکي هوايي چلند سیمه ییزې ادارې پرون ناوخته تأیید کړه چې د دې الوتکې په یوه انجن کې د کوزېدو پر مهال اور ولګېده او زیاته یې کړه چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي.