د ولسي جرګې د اداري هیئت یو شمېر غړي او د چارو ځیني کارپوهان د الکترونیکي تذکرو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي څرګندونې له حکومت سره د هغه د شخصي عقدو نتیجه بولي.
د الکترونیکي تذکرو وېش که څه هم له ځانه سره ډېرې خوشبینۍ لرلې، خو په وړاندې یې انتقادونه هم تر اوسه مطرح دي.
د لیدلوري او نظر د اختلافونو تر څنګ، د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي وايي، د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ یو ملي بهیر دی چې باید د ځينو اشخاصو او ډلو لهخوا سیاسي شي.
د ولسي جرګې نایب منشي عرفانالله عرفان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غرګولي په ۲۷» ازادي راډيو ته وویل، که دا بهیر د حامد کرزي په وخت کې پیل شوی وی اوس بهیې په اړه هېڅ ډول اختلاف او تاوتریخوالي نهوو.
ښاغلي عرفان وویل:
"د حامد کرزي په شمول ټول مشران او نور هغه کسان چې د افغانستان په سیاست کې ښکېل دي، باید له حکومت سره تفاهم ته ورسېږي او دا ډول ستونزې حل کړي، ځکه چې دا یو ملي بهیر دی چې همدلۍ، همپالنې او یوه لیدلوري ته اړتیا لري او د سیاست لوري تهیې کاږل د افغانانو په ګټه نهدي."
دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د الکترونیکي تذکرو لړۍ په هېواد کې سیاسي شوې او تفرقې ته زمینه برابروي.
ده په دې بهیر او تفرقه اچولو کې بهرنیان هم ښکېل بللي او ټینګار یې کړی چې تر هغې چې د الکترونیکي تذکرو په سر رامنځته شوې لانجه حل نهشي، دی به تذکره وانهخلي.
له دې وړاندې د الکترونيکي تذکرو د وېش لړۍ د ثور د میاشتې په ۱۳مه د ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا پیل شوه.
د الکترونيکي تذکرو د وېش له پيلېدو سره د ملت په توګه د افغان د لیکلو په سر اختلافات هم زیات شول، تر دې چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له توافق او د خلکو له غوښتنو پرته د الکترونیکي تذکرو وېش کړکېچ ته تلل بللي دي.
خو دغه بهیر له پیلېدو سره خوشبینۍ هم لرلې، د چارو یو شمېر کارپوهانو، د خلکو استازو او د هېواد ځینو اوسېدونکو الکترونیکي تذکرې د امنیت د ټينګښت او په انتخاباتو کې د شفافیت لپاره مهمې ګڼلې دي.
د نفوسو د احوالو د ثبت د مرکزي ادارې ویاند روحالله احمدزی وايي، د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر په عادي شکل دوام لري او تر اوسه یوازې په کابل کې له ۴۰ زرو څخه ډېرو خلکو د هویت د ثبت فورمې اخیستې دي.
دی ټينګار کوي چې تر یوې بلې اوونۍ پورې به د الکترونيکي تذکرو د وېش دوه نور مرکزونه هم په کابل کې پرانيستل شي.
د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د الکترونيکي تذکرو په اړه د حامد کرزي لیدلوری ستونزو ته د دغه بهیر کش کول او له حکومت سره شخصي عقده ښکاره کوي.
له ډلې یې خالد سادات ازادي راډيو ته وویل:
"د حامد کرزي په شمول هغه کسان چې د حکومت دننه او یا له نظامه بهر دي، غواړي چې د حکومت ځيني کارونه او پرېکړې د شخصي اختلافاتو له کبله چلنج او له ستونزو سره مخ کړي، د کرزي وروستۍ څرګندونې هم له ولسمشر غني او د هغه له ټيم سره د عقدو او شخصي اختلافاتو له کبله دي او دی غواړي چې د سیاسي اختلافاتو ستونزه په الکترونیکي تذکرو کې ځای پر ځای کړي."
ښاغلی سادات وايي، د الکترونیکي تذکرو موضوع په حقوقي او قانوني لحاظ حل شوې، نو ځکه باید نور له دغې بهیر سره سیاسي چلند ونهشي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ